کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د رسنیزو تخطیو ارزونې کمېسیون له ټولو شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غوښتي چې د افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلوېزیون خپرونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او دغه راز ویلي یې دي چې په عامه ځایونو کې دې د دې رسنۍ د لیدو اسانتیا نه برابرېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ویلي، افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلوېزیون چې له هېواده بهر خپرونې کوي، په لوی لاس ځیني مسلکي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي.
سرچينه زياتوي: «رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالېستانو او رسینۍوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځیني حقوقي مفاهیم هم شته چې د مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو، ملي ګټو او انساني غوښتنو له مخې ټاکل کېږي او پامنیوی یې د رسنیو او ژورنالېستانو لپاره اړین وي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو تخطیو ارزونې کمېسیون د رسنیو مسلکي، حقوقي او اخلاقي موارد، رسنیز شکایتونه له نږدې او په خورا مسلکي ډول څاري او وخت پر وخت له رسنیو سره خپلې پرېکړې او سپارښتنې شریکوي.»
په اعلاميه کې راغلي چې د رسنیزو تخطیو ارزونې کمېسیون د افغانستان انټرنېشنل په تړاو شوي شکایتونه د روان کال د غويي نولسمې نېټې په جلسه کې وارزول چې ځیني یې له خپل ولس سره په دې ډول شریکوي.
۱ – د وګړو او حقوقي شخصیتونو د خصوصي حریم پامنیوی او ورته درناوی چې د اسلام مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانګړی ځای لري، د دې رسنۍ له خوا پرې په وار وار تېری کېږي.
۲ – شخصیتوژنه چې له مسلکي پلوه په بشپړ ډول رسنیز جرم دی، د افغانستان انټرنېشنل خپرونو ورځنۍ چاره ده.
۳ – له مسلکي پلوه د خبرونو کرهوالی او سموالی یوه مهمه چاره ده، خو نوموړی راډیو ټلوېزیون دا مسلکي چاره د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.
۴ – تحریف یا په معلوماتو کې ګوتوهنه چې یو مسلکي جرم دی، دا رسنۍ یې په خلاص مټ ترسره کوي.
۵ – د رسنیو یوه ډېره مهمه دنده چې د ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتنه ده، افغانستان انټرنېشنل یې لا زیانمنوي.
۶ – د افغانستان انټرنېشنل خپرونې د ټولنې یووالي او سالمیت پر ځای په هېواد کې بېلابېلو قومي، ژبنیو او سیمهییزو تعصبونو ته لمن وهي.
۷ – د افغانستان انټرنېشتل راډیو ټلوېزیون د خپرونو محتوا او د وړاندېکوونکو کړه وړه له افغاني ارزښتونو او دیني غوښتنو ښکاره سرغړاوی دی.
۸ – د اطلاعاتو ترلاسي لپاره له سرچینو سره معامله او ان کله کله د معلوماتو او کلېپونو په بدل کې بډې ورکول یوه بشپړه اخلاقي او حقوقي تېروتنه ده چې نوموړی ټلوېزیون یې ترسره کوي.
۹ – په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالېزم له مهمو اصلونو څخه دی چې نوموړی ټلوېزیون ان د مېلمنو په غوراوي کې هم دا مسلکي چاره تر پښو لاندې کوي، په خپلو خپرونو کې داسې کسان مېلمانه کوي چې د خپلو عقدو او شخصي تمایلاتو له مخې د اورېدونکو عامه افکار زیانمنوي.
۱۰ – تر ټولو بده دا چې په هېواد کې د حاکم نظام او ټیکاو پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دښمنانو تبر ته لاستی اچوي.
په اعلاميه کې يادونه شوې دا او دې ته ورته لسګونه موارد دي چې نوموړې رسنۍ ترې سرغړونه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «ټول شنونکي، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره په بحثونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې د نوموړې رسنۍ د لیدو اسانتیاوو برابرول ممنوع دي.»
سرچينې له فغان ولسه هیله څرګنده کړې چې له افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلوېزون سره د خپل «ایماني او ملي مسوولیت» له مخې مقاطعه وکړي.
افغانستان انټرنېشنل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن