ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې دوه ماشومان سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

لوګر کې دوه ماشومان سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

author avatar
11 May 2024 - 15:35
لوګر کې دوه ماشومان سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
ارشیف
author avatar
11 May 2024 - 15:35

پل علم (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه ماشومان د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره اونۍ په حصارک ولسوالۍ کې د عبدالرحمن په نوم یو ماشوم د سیند اوبو وړی و چې جسد یې نن سهار امنیتي ځواکونو د مرکز پل‌علم په کجۍ سیمه کې موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

هغه دغه راز زیاته کړه چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې بیا د مرکز پل‌علم په ګلنګار سیمه کې هم یو بل لس کلن ماشوم سیند ته لوېدلی او نادرکه دی.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه او د سیمې خلک هڅه کوي چې د یاد ماشوم مړی له اوبو راوباسي خو تر اوسه یې نه دی موندلی.

انس وویل، د لوګر سيند اوبه د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ډېرې شوې او له خلکو یې وغوښتل چې له ور نږدې کېدو ډډه وکړي.

د یادونې ده، د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د دغه ولایت د بره‌کي‌برک ولسوالۍ په سجاونډ سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان په یوه چک‌ډيم کې د ډوبېدو له امله مړ شوی و.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.