ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې زده‌کړو ته د زرګونو ماشومانو نه لاسرسی؛ مسوولین: د همکارو موسسو په مرسته سیمه‌ییز ټولګي ورته جوړوو

کونړ کې زده‌کړو ته د زرګونو ماشومانو نه لاسرسی؛ مسوولین: د همکارو موسسو په مرسته سیمه‌ییز ټولګي ورته جوړوو

author avatar
12 May 2024 - 12:42
کونړ کې زده‌کړو ته د زرګونو ماشومانو نه لاسرسی؛ مسوولین: د همکارو موسسو په مرسته سیمه‌ییز ټولګي ورته جوړوو
author avatar
12 May 2024 - 12:42

اسعداباد (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې هغو ماشومانو ته چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، د بېلابېلو ملي او نړۍوالو همکارو موسسو په همکارۍ سیمه‌ییز ټولګي جوړوي.

د کونړ د پوهنې رییس محب‌الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس مهال د دغه ولایت په ګڼ شمېر لرو پرتو او غرنیو سیمو کې څه باندې ۳۷ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

هغه زیاته کړه: «د کونړغرني جغرافیایي موقعیت ته په کتو په ګڼو سیمو کې شته ښوونځي په داسې ځایونو کې جوړ شوي چې د لري‌والي له امله ورته په اسانۍ ماشومان لاسرسی نه‌لري؛ د رسمي معلوماتو له مخې، اوس مهال ۳۷۳۰۰ ماشومان د ښوونځیو د لري‌والي له امله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.»

د هغه په خبره، هڅې یې پيل کړې چې د بېلابېلو ملي او نړۍوالو همکارو موسسو په همکارۍ یادو ماشومانو ته په خپلو سیمو کې سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي.

حیدري دغه راز وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې نږدې ۳۰ زره ماشومان ښوونځیو ته جذب شوي دي.

هغه وايي، په کونړ کې اوس‌مهال ۴۸۴ ښوونځي فعال دي چې له ډلې یې ۲۸۲ معیاري ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې په کرایي کورونو کې او یا هم تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

نوموړی له مرکزي حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو ودانیو جوړولو او نوو ښوونځیو رامنځته کېدو کې مرسته او همکاري وکړي.

ورته مهال، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د پوهنې بهیر د پیاوړتیا لپاره دې د کونړ په لرو پرتو سیمو کې هم ښوونځي جوړ کړي.

د اسعداباد ښار یوه اوسېدونکي او ټولنیز فعال قیام خیام وویل، زده‌کړو ته لاسرسی د ماشومان اساسي حق دی او په‌کار ده چې حکومت او مرسته‌کوونکې ادارې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «زموږ ماشومانو ته لا هم د زده‌کړو مناسب فرصتونه نه‌ دي برابر شوي، ښوونځي مو له سیمو لرې دي، ماشومان مو زده‌کړو ته هیڅ ډول لاسرسی نه لري، اړتیا لیدل کېږي چې په دې برخه کې مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.»

په دغه ولایت کې یو دیني عالم مولوي یحی عادل بیا وایي، تېرو حکومتونو د پوهنې پراختیا او ودې برخه کې کونړ ته سمه پاملرنه نه‌ده کړې او په خبره یې، په دغه ولایت کې له نیمایي ډېر ښوونځي لا هم ودانۍ نه‌لري.

نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې د پوهنې برخه کې د متوازن پرمختګ اصل ته په کتو په دغه ولایت کې له اړتیا سره سم د نوو ښوونځیو جوړولو ترڅنګ دې نورو ستونزو ته هم پام وکړي.

Views: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.