نیلي (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د دایکنډي د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دایکنډي د پوهنې رییس قاري عنایتالله سهار وویل، د دغه ښوونځي ودانۍ د سیمې اوسېدونکو په شخصي لګښت جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دغه ښوونځي پر جوړولو یو نیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
په ورته وخت کې، د سیمې اوسېدونکي وایي چې له دې مخکې یې اولادونو په ازاده فضا کې زدهکړې کولې چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره یې دا ستونزه هواره شوې ده.
د کوراف سیمې یوه قومي مشر حاجي محمد فهیمي پژواک ته وویل چې د «دریای هلمند» لومړنی ښوونځی د خلکو په شخصي لګښت د «تعاون سبز بنسټ» په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی.
هغه وویل، یاده ودانۍ چې چارې تېر کال پیل شوې وې د اتو درسي ټولګيو په درلودو سره په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
فهیمي دغهراز وویل چې زده کوونکو به تل د زده کړې لپاره د مناسب ځای له نشتوالي ځورېدل چې دا چاره د دې لامل شوې وه څو له زده کړو سره یې مینه کمه شي.
هغه وویل کوراف د میرامور یوه ډېره لرې پرته سیمه ده چې ډېره لږه پاملرنه ورته شوې ده.
هغه زیاتوي چې له زده کړو سره د خلکو مینه او له بلې خوا د زده کوونکو لپاره د امکاناتو نشتون د دې لامل شو چې د سیمې خلک خپل ښوونخي ته ودانۍ جوړه کړي.
د دایکنډي د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې ، دغه ولایت کې ۴۳۱ ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، دغهراز دغه ولایت کې ۱۳۳ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې ۷۱ زره یې هلکان او ۶۱ زره یې نجونې دي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن