ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پیازو سږني حاصلات شاوخوا ۶۶ زره ټنه اټکل شوي

ننګرهار کې د پیازو سږني حاصلات شاوخوا ۶۶ زره ټنه اټکل شوي

author avatar
13 May 2024 - 12:13
ننګرهار کې د پیازو سږني حاصلات شاوخوا ۶۶ زره ټنه اټکل شوي
author avatar
13 May 2024 - 12:13

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ غويی ۱۳۰۴): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سږ کال په دغه ولايت کې د پیازو حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې حاصلات به یې شاوخوا ۶۶ زره ټنو ته ورسېږي.

کروندګر هم د پيازو له حاصلاتو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې بايد حکومت د بازار موندنې او سړو خونو جوړېدو برخه کې مرسته وکړه.

د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني نن (د غويي ۲۴ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په ۲۲ ولسواليو کې پر ۴ زره او ۳۶۹ جريبه ځمکه باندې د کروندګرو له خوا پياز کرل شوي دي.

دی وايي، سږ کال د پيازو حاصلات ښه دي او اټکل دی چې تر ۶۶ زره ټنه حاصلات ترې راټول او د هېواد مختلفو بازارونو ته د خرڅلاو لپاره ولېږدول شي.

دی وايي، تېر کال د پيازو حاصلات شاوخوا پنځوس زره ټنه وو.

د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې سږ کال په زياته اندازه پياز کرل شوي او ښه حاصل يې ورکړی دی.

ځايي کروندګر خوښ دي چې د هاېبريټ په نوم له تازه راوړل شوي تخم څخه د ګټې اخیستنې په وجه یې د پیازو حاصلات ډېر شوي دي.

د سره‌رود ولسوالۍ د خيراباد سيمې يوه کروندګر سميع‌الله چې په خپله ځمکه يې پياز کرلي، وايي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله حاصلات ډېر ښه دي.

هغه پژواک ته وويل: «سرخرود ولسوالۍ کې خو دغه درې څلور کاله کېږي چې دغه ابرېټ (هاېبرټ) تخم رواج شوی، مخکې وطني تخم و، هغه به څه مرض وکړ او حاصل به يې ډېر کم و، مقصد اته سوه منه، زر منه به په جريب وو او هاېبريټ تخم سره چې لږه خواري وشي، يو جريب له پنځلس سوه تر اتلس سوه منه حاصل ورکوي.»

دغه راز د روداتو ولسوالۍ يو کروندګر محمدنعيم هم د پيازو له حاصلاتو خوښ دی خو له حکومت او په ځانګړي توګه د کرنې له رياسته غواړي چې هم دې دوی ته د بازار موندنې زمينې برابره کړي او هم دې سړې خونې جوړې کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د پيازو په کرکيله، راټولولو او سوداګرۍ برخه کې شاوخوا ۲۲ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک ته وويل چې کارګرو ته په ورځني ډول له ۲۰۰ افغانيو نيولې تر پنځه سوه افغانيو پورې مزد ورکول کېږي.

د هېواد په نوم يو کس چې د سره‌رود ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې په يوه کرونده کې د پيازو په راټولولو بوخت دی، وايي، خوښ دی چې د کار زمينه ورته برابره شوې، خو له حکومته د دوامداره کار غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه: «د ورځې شل دېرش بورۍ له پيازو ډکوو، دلته ډېرو ځوانانو ته د کار زمينه برابره ده او ځوانان په کې کار کوي.»

د کرنې رياست مسوولينو پژواک ته دا هم وويل چې سږنيو ورښتونو او سېلابونو په ځينو سيمو کې د نورو فصلونو ترڅنګ د پيازو کروندې هم زيانمنې کړې خو اندازه يې ډېره کمه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.