کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): ټاکل شوې د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون معلوماتو له مخې، د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره کوي.
یاده سیالي به د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیل شي.
دغه سیالۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د شپږو هېوادونو لوبډلو ترمنځ روانې دي چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان لوبډلې پهکې برخه لري.
په دغو سیالیو کې افغانستان تر دې مهاله دوه لوبې ترسره کړې چې لومړی یې پاکستان ته او دویمه یې بیا تېره شپه ایران ته وبایله.
د یادونې ده، افغان لوبډلې د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالیو کې تېر کال درېیم مقام ترلاسه کړی و.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن