ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د اخلاقي فساد په تور اته کسان نیول شوي

خوست کې د اخلاقي فساد په تور اته کسان نیول شوي

author avatar
14 May 2024 - 17:03
خوست کې د اخلاقي فساد په تور اته کسان نیول شوي
author avatar
14 May 2024 - 17:03

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د اخلاقي فساد په تور اته کسان نیول شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د خوست امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته استول شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اته کسان له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو په تړاو د خوست په مرکز کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت اړوند د ساحوي کنټرول امريت منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کسان به د یاد عمل د سزا په موخه قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

سرچينه دغه راز وایي، د دغه ولايت امنیتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، څو په ورته غيراخلاقي کړنو کې ښکېل کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

Views: 640

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.