ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو کابل کې څلور کسان د غلا او دوه نور د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي

پولیسو کابل کې څلور کسان د غلا او دوه نور د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي

author avatar
14 May 2024 - 11:54
پولیسو کابل کې څلور کسان د غلا او دوه نور د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي
author avatar
14 May 2024 - 11:54

کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل ښار کې یې څلور کسان د موټرسایکلونو د غلا او دوه نور د ۱۲۵ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر خپله اېکس‎‌پاڼه يو ويډيويي کلېپ خپور کړی دی.

په دغه کلیپ کې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي روزی‌محمد نذیر ویلي، پولیسو د دې حوزې مربوطاتو کې دوه کسان له ۱۲۵ کیلوګرامه چرسو سره چې له غزني یې ننګرهار ته لېږدول، نيولي دي.

هغه زیاته کړې چې یاد چرس په ډېر مهارت په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

نذیر دغه راز ویلي چې په کابل ښار کې څلور کسان د موټرسایکلونو د غلا په تور هم نیول شوي دي.

نوموړي په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.