فیضاباد (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا سرپرست وزیر بدخشان ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د ساین یا ماتو هډوکو درملنې پروګرام پرانیسته کې ټینګار وکړ، هڅه دې وشي څو د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسېږي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد چې بدخشان ته تللی او نن یې د دغه ولایت په فیضاباد ښار کې په رسمي توګه د ساین پروګرام پرانیست، وویل، ساین په نړۍوالو معیارونو برابر پروګرام دی چې اورتوپیدي برخه کې درملنې لپاره ډېر اغېزناک دی.
نوموړي له ټولو ډاکټرانو وغوښتل چې د ناروغانو درملنې لپاره له خپلو شته امکاناتو کار واخلي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر زیاته کړه، باید د بدخشان لرو پرتو سیمو ته چې د واخان ولسوالۍ پامیرونو دي، په معیاري توګه روغتیايي خدمتونه ورسېږي.
د طبي علومو اکاډمي قوماندان پروفیسور دوکتور محمداسماعیل وردک چې په یاد سفر کې د عامې روغتیا له وزیر سره مل و، د ساین پروګرام په اړه وویل، ساین په هېواد کې په لومړي ځل په ۲۰۰۵ کال کې پرانیستل شو او اوس د ولایتونو یو شمېر روغتونونه له دغه سیستمه برخمن دي.
نوموړي زیاته کړه، په یاده موده کې د دغه پروګرام له لارې د ۱۵ زره کسانو مات شوو هډوکو درملنه شوې او د ترافیکي پېښو ډېرېدو له امله یاد پروګرام ته د روغتونونو اړتیا ډېره شوې ده. پخوا د ماتو هډوکو درمنله د کشولو له سیستمه په استفادې کېده خو ساین د دغه سیستم په پرتله غوره دی.
په ساین پروګرام کې د ډاکټر محمداسماعیل وردک له لوري له جوړې شوې وسیلې په ګټه اخیستنې د هغو ناروغانو چې د زنګانه هډوکي یې مات شوي، په وړیا توګه درملنه کېږي.
دغه راز، په یاد پروګرام کې د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیقالله فیضي وویل چې د یاوان راغ، نسي درواز او اشکاشم ولسوالیو کلینیکونه روغتونونو ته ارتقا کړې او دغه راز ولایتي روغتون له دوو سوو، دوه سوه پنځوسو بسترونو ته ارتقا کړې ده.
هغه زیاته کړه، درې لرې پراته کلینیکونه چې روغتونونو ته یې ارتقا کړې، هر یو کولای شي پنځه ولسوالۍ د روغتیايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي او دغه راز ولایتي روغتون چې د ارتوپيدي خدمتونو برخه کې یې ستونزې او اړتیاوې درلودې، د ساین پروګرام په پرانیستو به حل او پوره شي.
د فیضاباد ښار د خلکو په استازيتوب مولوي سیفالرحمن اناب بدخشان ولایت ته د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې د خوښۍ په څرګندولو وویل چې پخوا لرې پرتې ولسوالۍ او ځیني وخت د فیضاباد ښار کې مرګوني ترافیکي پېښې کېدې چې ټپیان به د مات شوو هډوکو له درده ځورېدل په داسې حال کې چې ولایتي روغتون کې ارتوپیدي خدمتونه نه وو او ناروغان کابل او کندوز ته لېږل کېدل.
هغه وویل، د بدخشان خلک په ځانګړي توګه د ولایتي روغتون ډاکټران اوس هم د سیټيسکن ماشین له نشتوالي ځوریږي او د عامې روغتیا له سرپرست وزیره یې وغوښتل چې د دغه ماشین پېرلو او بدخشان ولایت ته یې د لېږد برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن