Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون توشېح شو

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان عدلیې وزارت وایي چې د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د عدلیې وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون چې په یوه مقدمه، درېیو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی، د مشرتابه له خوا توشېح او د عدلیې وزارت له‌ لوريِ په رسمي جریده کې خپور شو.

سرچینې ویلي، د دغه قانون پر اساس هغه اشخاص چې روغ رمټ او یا کاسب اوسي او د یوې ورځې لپاره خوراک ولري د سوالګرۍ عمل څخه منع شوي دي. دغه راز د دغو اشخاصو په واسطه له ماشومانو، معلولینو او معیوبو اشخاصو څخه ګټه اخیستل منع دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه قانون کې د حرفې په عنوان سوالګري، تنظیم شوې سوالګري او د سوالګرۍ تنظیم هم منع شوی او د ترسره کوونکي لپاره یې حبس په پام کې نیول شوی دی.

سرچینه کاږي، د یاد قانون پر اساس د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ او د ۱۵ نورو ادارو د معینیتونو او ریاستونو په غړیتوب له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون رامنځته شوی دی.

عدلیې وزارت وایي، دا کمېسیون د سوالګرو په راټولولو، د بې‌وزلو سوالګرو تثبیتولو، د سوالګرۍ عواملو ارزولو، د کورنیو او بهرنیو موسساتو، خیریه ادارو او اشخاصو د مرستو راجلبولو، د بې‌وزلو سوالګرو د استوګنې ځایونو څخه څارنه او په نورو تدابیرو مکلف دی.

یاد وزارت زیاته کړې: «دغه راز په دې قانون کې د بلوغ عمر څخه د کښته سوالګرو د ښوونې او روزنې، یتیم، کونډې او معلول سوالګر ته رسېدګي، د صعب‌العلاج ناروغ درملنه چې د خپل خپلوانو د سوالګرۍ لامل کېږي، د معتادو سوالګرو درملنه، د ښاروالي له لوري د کار استعدادلرونکو سوالګرو ګومارل او د مرستو په جلبولو ټینګار شوی دی.»

همدارنګه، د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون هغو سوالګرو لپاره چې د ترحم جلبولو په هدف له ماشوم، مجنون او معلول څخه ګټه اخلي، د دغه ډول سوالګرو تنظیم کوونکو او هغو اشخاصو لپاره چې د مرستې ترلاسه کولو څخه وروسته سوالګري کوي، حبس په پام کې نیولی دی.

سرچینه وایي، دا قانون د توشېح له نېټې څخه نافذ دی او په ۱۴۴۷ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په داسې حال کې توشېح کېږي چې په تېر ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو لړۍ پیل شوه چې وروسته بیا نورو ولایتونو ته هم وغځول شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.