کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څلورو کلونو وروسته، نن سهار کابل ته راغی.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، راشد خان چې څو کلونو کې د بوخت مهالوېش له امله نه و توانېدلی چې هېواد ته راشي، نن سهار کابل ته راورسېد.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس او اجرئیوي رییس له خوا ورته کابل نړۍوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شو او کرکټ بورډ ته د یو لړ مراسمو په لړ کې بدرګه شو.
راشد خان داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې د روانې غویي میاشتې په ۱۲مه کرکټ بورډ د راشد خان په لوبډلمشرۍ د شل اووریز نړۍوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه او وړمه ورځ وېسټانډیز ته ولاړه.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن