Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ښار کې ۱۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

غزني ښار (پژواک، ۳۱ غویي ۱۴۰۳): د غزني ښار نواباد سیمه کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د څلورو ترانسفرمرونو په نصبېدو سره۱۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.

غزني ولایت کې د برېښنا شرکت رییس صلاح‌الدین توکلي نن رسنیو ته وویل، د غزني ښار د نواباد سیمې۱۲۰۰ کورنیو ته د شاوخوا ۱۹ ميليونه افغانیو په لګښت د برېښنا څلور ترانسفرمرونه نصب او نن ګټي اخیستني ته وسپارل شول.

هغه وویل، هر ترانسفرمر د څلور سوه کیلوولټ برېښنا د لیږد ظرفیت لري چې ټول به په یو وخت کې د یادې سیمې ۱۲۰۰ کورنیو ته ۱.۶ میګاواټه برېښنا ورکوي.

یاد ولایت کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، هڅه کوي چې د غزني ښار په بشپړه توګه د برېښنا شبکې تر پوښښ لاندې راولي.

په ورته مهال، د یادې سیمې اوسېدونکي هم د یادو ترانسفرمرونو پر نصبېدو خوښ دي او له حکومته د لا ډېرې همکاري غوښته کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.