اسعداباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): کونړ کې له «المدینه طبي علومو انسټیټیوټ» څخه د ۳۳۷ نجونو په ګډون شاوخوا ۷۵۰ کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د یادو کسانو د فراغت په اړه جوړو شوو مراسمو کې د المدینه طبي علومو انستیتیوت مشر ډاکټر علي محمدامین وویل، په ۱۷ مه دوره کې دا ځل د انسټیټیوټ د نرسنګ، فارمسي، غاښونو پروتیز، قابلګۍ، طبي ټکنالوجۍ، تغذیې او رواني روغتیا له څانګو د ۳۳۸ نجونو په ګډون ۷۵۶ کسان فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقــاني د هېواد په پرمختیایي، اقتصادي او تحصیلي ډکر کې د خصوصي سکتور ونډه مهمه وبلله.
هغه د زدهکړو کېفیت د ښه والي ترڅنګ د علمي مرکزونو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن