Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالغني برادر او متقي ایران ته ولاړل

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د مړه شوي ولسمشر سید ابراهیم رییسي جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته روان شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبه) ایران ته ولاړ.

اعلامیه کې راغلي: «د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د  مړه شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ به د دغه هېواد حکومتي چارواکو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ډاګېرنې مراتب وړاندې کړي.»

د یادونې ده، د سید ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو جنازه روانه پنجشبه ورځ مشهد کې خاور ته سپارل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.