ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا برادر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران له نوي سرپرست ولسمشر سره کتلي

د ملا برادر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران له نوي سرپرست ولسمشر سره کتلي

author avatar
23 May 2024 - 09:26
د ملا برادر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران له نوي سرپرست ولسمشر سره کتلي
author avatar
23 May 2024 - 09:26

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې او دعا مراسمو کې له ګډون وروسته د دغه هېواد له سرپرست ولسمشر او بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یوه لوړرتبه پلاوي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یې ملتیا کوي، د ایران د ولسمشر سید ابراهیم ريیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.

سرچینې زیاته کړې، د اسلامي امارت پلاوي د ایران له نوي سرپرست ولسمشر دوکتور محمدمخبر او بهرنیو چارو له سرپرست وزیر باقر علي کني سره هم وکتل او د الوتکې لوېدو پېښه کې مړه شوو چارواکو روح ته یې دعا وکړه، د قربانیانو کورنیو او د دغه هېواد ملت ته یې د غمرازۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، د ابراهیم رییسي جسد نن په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ورسره څو نورو کسانو د تېرې غویي میاشتې په ۳۰مه مازدیګر مهال د دغه هېواد په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.