Pajhwok Afghan News

مسکو: که اوکراین پر روسیه برید وکړي، موږ به پر بریټانیا برید وکړو

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، که چېرې اوکراين د بريټانيا له وسلو په کار اخیستو سره پر روسیه بريد وکړي، نو دغه هېواد به هم د بريټانيا پر خاوره بريد وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه څرګندونې پرون (پنج‌شنبې) په خپله کلنۍ خبري ناسته کې کړې دي.‎

د هغې په ​​خبره، ښايي په دغه سناریو کې د اوکراین دننه او له هغه څخه د باندې د برېټانیا موخې په نښه شي.

هغه زیاته کړه: «مسکو دغه پیغام په لومړي ځل د روانې میاشتې په پیل کې وروسته له هغه خپور کړ چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون وویل، اوکراین حق لري چې د لندن له لوري ورکړل شوې وسلې په روسیه کې دننه پر خپلو موخو د برید لپاره ورکاروي.»‎

ټاکل شوې ده چې بريټانيا له اوکراين سره د «توپان سیورې» په نام د توغنديو برخه کې مرسته وکړي چې په شاوخوا ٢٤٠ کيلومتره واټن کې هدف په ‎نښه کوي.

Views: 65

Exit mobile version