ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته ولاړ

د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته ولاړ

author avatar
25 May 2024 - 13:34
د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته ولاړ
author avatar
25 May 2024 - 13:34

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د افغانستان بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلاوی به د سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي.

سرچینې لیکلي، یادې غونډې ته د افغانستان بانک او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي، څو د اسلامې بانکولۍ پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شریک کړي او اړینې پرېکړې وکړي.

سرچینه زیاتوي، په دویمه او درېیمه ورځ به د افغانستان بانک پلاوی د مالیزیا د دولت له خوا د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم په جوړېدونکي دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.

د سرچینې په خبره، دغه کنفرانس ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مرکزي او نورو اسلامي بانکونو او مالي مؤسساتو استازي ورغوښتل شوي چې د اسلامي بانکولۍ د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو په اړه به بحث او مشورې وکړي.

د سرچینې په حواله، د دې ترڅنګ به یاد پلاوی د اسلامي بانکولۍ اړوند نړۍوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکولۍ او تمویل نړۍوال پوهنتون، د مالیزیا نړۍوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سره د اړیکو ټينګولو په موخه لیدنې کتنې ترسره کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان بانک غواړي له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره متقابلې بانکي اړیکې ولري.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک ته وویل چې په یاد پلاوي کې د یاد بانک د دفتر رییس مولوي صدیق‌الله خالد، د اسلامي بانکولۍ څانګې مشر دکتور محمدیوسف سلیم او مرستیال یې عبدالله اخندزاده شامل دي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.