ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د خپلو دوو ښځو پر وژنه تورن کس نیول شوی

هرات کې د خپلو دوو ښځو پر وژنه تورن کس نیول شوی

author avatar
27 May 2024 - 14:56
هرات کې د خپلو دوو ښځو پر وژنه تورن کس نیول شوی
author avatar
27 May 2024 - 14:56

هرات (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د هرات امنیه قومانداني وايي، هغه کس چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې، د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وايي، دوه ورځې مخکې د دغه ولایت د کرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خپلې دوه مېرمنې وژلې دي.

نوموړی د یادې پېښې انګېزه کورنۍ ستونزې  یادوي.

سرچینې زیاته کړې، قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او تر نظارت لاندې دی.

ورته مهال، د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ملا برادر هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرخ ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي شمس‌الدین خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.

هغه هم د یادې پېښې انګېزه کورنۍ ستونزې ښودلې دي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.