ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پخواني ولسمشر د مرستال ویاند دواخان مینه‌پال ورور ترافیکي پېښه کې مړ شوی

د پخواني ولسمشر د مرستال ویاند دواخان مینه‌پال ورور ترافیکي پېښه کې مړ شوی

author avatar
28 May 2024 - 06:42
د پخواني ولسمشر د مرستال ویاند دواخان مینه‌پال ورور ترافیکي پېښه کې مړ شوی
author avatar
28 May 2024 - 06:42

زابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مخکني ‎ولسمشر محمداشرف غني د مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ورور نورالله مینه‌پال ژوند بایللی دی.

 د نورالله مینه‌پال مشر ورور عبدالله مینه‌پال پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې ورور یې پرون مازدیګر (دوشنبې د غبرګولي ۷مه) د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال مړ شوی دی.

هغه زیاته کړې، پېښه قصدي نه وه او موټر چلوونکی هم نیول شوی، خو د دوی کورنۍ سر له اوسه هغه ته بښنه کړې ده.

عبدالله مینه‌پال پر ټولنیزو رسنیو هغه اوازې رد کړې چې ګواکي نورالله مینه‌پال وژل شوی او یا په قصدي ډول په موټر وهل شوی دی.

د زابل ولایت د مقام ویاند صدیق‌الله وثیق هم وايي، نورالله مینه‌پال پرون د دوشنبې ماذیګر شاوخوا شپږ بجې له خپل باغه د کور پر لور روان و چې موټرسایکل یې د شاجوی ولسوالۍ پر عمومي سړک له یوه موټر سره لګېدلی دی.

 د هغه په وینا، د دې پېښي په تړاو موټر چلوونکی نیول شوی.

شل کلن نورالله مینه‌پال دا مهال کومه رسمي دنده نه لرله او په راتلونکې اونۍ کې ورته د کوژدې کولو لپاره تیاری نیول شوی و.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.