کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د روسیې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول اړین وبلل او د اسلامي امارت ویاند هم ویلي چې د تعامل زمینې برابرول د سیمې په ګټه دي او د ثبات رامنځته کېدو سبب ګرځي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (سهشنبه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال ویلي چې له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول ضروري دي؛ ځکه هغوی اوس افغانستان کې واکمن دي.
هغه زیاته کړې: «موږ باید له واقعیت څخه مخ ته لاړ شو او اړیکې باید پر دې اساس جوړې کړو.»
نوموړي څرګنده کړې: «افغانستان ځیني مسایل لري چې انکار نشو ترې کولای او ټولو ته پېژندل شوي. دا چې څرنګه کولای شو له اوسني قدرت سره اړيکې جوړې کړو، یوه بله پوښتنه ده.»
ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، په وروستیو کې د روسیې د مسوولینو خبرې مثبتې وې او د دې ښکارندویي کوي چې له اسلامی امارت سره د تعامل دروازې پرانيستې دي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت هم له مسکو سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې دي.
نوموړي څرګنده کړې: «دا چې قانوني خنډونه لرې کېږي، د ډېر باور او تعامل لپاره زمینه برابرېږي دا د سیمې په ګټه ده او په سیمه کې د ثبات لامل ګرځي.»
مجاهد څرګنده کړې چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو په څېر له روسیې سره هم د ښه تعامل او سیمهییزو همکارویو غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس اژانس ته ویلي وو چې مسکو غواړي له اسلامي امارت – چې په دغه هېواد کې واکمن دی – سره د تروریزم ضد همکارۍ پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت د داعش ډلې د ځپلو او له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموي او ډېرې لاسته راوړنې هم لري.
د هغه په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او عدلي او قضایي ارګانونو ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې اسلامي امارت د «تروریستي سازمانونو له لیست» څخه وتلی شي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن