ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

author avatar
1 Jun 2024 - 16:46
تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو
author avatar
1 Jun 2024 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، روسي چارواکو د ا.ا په اړه مثبتې څرګندونې وکړې، د م.م ځینو چارواکو یو ځل بیا افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده، خو ا.ا وایي، د شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي او اروپایي ټولنې وویل، له افغانستان سره لس میلیونه یورو مرسته کوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • پوتین: واقعیتونو ته په کتو اړتیا ده څو له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړو.
  • د روسیې دوو وزارتونو د دغه هېواد له ولسمشره غوښتي چې ا.ا د «ترهګرو» ډلو له نوملړه وباسي.
  • پاکستان: له ا.ا سره مو د بشام برید په اړه معلومات شریک کړي؛ مجاهد دا برید افغانستان پورې اړه نه لري.
  • د م.م ځینو چارواکو افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
  • ا.ا: د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي.
  • اروپایي ټولنه له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هرات امنیه قومانداني وايي، په هرات ښار کې يو تن «وسله‌وال غل» له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او د دغه ولايت په کرخ ولسوالۍ کې يو کس خپلې دوې مېرمنې په ډزو وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې يو تن د شخصي دښمنۍ له امله په ‌ډزو وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، غور کې يو کس خپل خسر د چاقو په ګوزارونو وژلی او نورستان کې د څرځای پر سر وسله‌واله نښته شوې چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغه راز ځایي چارواکي وایي، د میدان‌وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې کوچیانو د اوبو پر سر شخړه کړې او له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ۱۴۰۰ د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د روسيې او اسلامي امارت د اړيکو مثبت بدلون

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول اړین بللي، وایي واقعیتونو ته په کتو اړتیا ده څو له «طالبانو» سره اړیکې جوړې کړي؛ ځکه هغوی اوس افغانستان کې واکمن دي.

د ټاس اژانس ويلي، د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د دغه هېواد ولسمشر ته وړاندیز استولی، چې د افغانستان سرپرست حکومت د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.

د افغانستان لپاره د روسیې بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیرکابلوف بیا ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور ډېر مثبت ګامونه اخیستل شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي، په وروستیو کې د روسیې د چارواکو خبرې مثبتې وې او د دې ښکارندویي کوي چې له اسلامی امارت سره یې د تعامل دروازې پرانيستې دي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت هم له مسکو سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې دي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې چارواکو د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا څرګندونې له ا.ا سره د اړیکو پراختیا په تړاو د هغوی د سیاسي عزم څرګندونه کوي.

د یادو روسي چارواکو څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دغه هېواد د دفاع نوي وزیر اندری بیلوسوف ادعا کړې چې افغانستان کې د «افراطي ډلو» فعالیت د اندېښنې وړ دی. هغه د افغانستان او تاجیکستان پر پولو د امنیتي تدابیرو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو په وار، وار ویلي چې داعش ځپل شوي او د افغانستان خاوره د هیچا لپاره ګواښ نه ده.

پاکستان کې پر چینایانو د برید په تړاو د دغه هېواد ادعاوې

د راپورونو له مخې، د روان کال د وري په اوومه د خیبرپښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، بشام سیمه کې د برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړې او د عاملینو په نیولو کې یې له افغانستان څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد يادې اعلامیې ته په اشاره ویلي، دغه مساله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او په خبره یې پاکستان باید خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.

هغه ویلي: «پاکستان کې د چینایي وګړو موخه ګرځول، پاکستان پورې اړه لري، افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري او کوم راپور چې پاکستان خپور کړی، هغه د افغانستان او چین ترمنځ د باور له منځه وړلو هڅه ده، موږ بیا بیا دغه رد کړي او غیر منطقي ده.»

دغه راز، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدنبي عمري له خپل پاکستاني سیال سره کابل کې په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د «شر پر سیاست» باور نه لري.

هغه زیاته کړې، افغانستان هسې چې د ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري او ټول باید د خپلو سیمو امنیتي مسوولیت پر غاړه ولري او د مسایلو د انحراف پر ځای، واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړي.

د ښځو حقونه

د راپورونو له مخې، نیویارک کې د «نړۍ په سولې او امنیت کې د ښځو او ځوانانو رول» په نوم غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځينو چارواکو افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله رزمري ډې‌کارلو ویلي:«افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو په ګډون په سیسټماتیک ډول د ژوند په ډېرو برخو کې له خپلو حقونو او مقامه بې برخې دي، هغو ښځو چې ما په کابل کې ورسره وکتل، د خپلو هیلو او ارمانونو په تړاو یې خبرې راته وکړې. هغوی له نارینه‌وو سره د برابر تحصیل، برابرو کاري فرصتونو او د خپل راتلونکي د ټاکلو د حق غوښتونکې وې.»

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اجراییه رییسې سیما باهوس ویلي: «درې کاله کېږي چې په افغانستان کې یو اعشاریه یو میلیون افغان نجونې د ممنوعیت له امله د تحصیل له حقه بې‌برخې دي.»

خو اسلامي امارت وايي چې دوی په هېواد کې د ښځو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ویلي: «په افغانستان کې ښځه او نر حق لري او هغه حقونه چې اسلامي شریعت تایید کړي، اسلامي امارت د هغو حقونو په ورکړه کې ځان مکلف ګڼي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د ټولو هېوادوالو حقونو ته رسېدنه وکړي.»

دغه راز، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شيخ محمدخالد حنفي ویلي، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راهیسې د ښځو حقوق خوندي دي.

د مرستو دوام

د راپورونو له مخې، اروپایي ټولنه افغانستان کې د ښوونځيو زده‌کوونکو د خوړو خونديتوب لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند بهرنیو چارو وزارت ویلی، د افغانستان له خلکو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کول، د دغه هېواد همېشنۍ پالیسي ده او چابهار بندر هم تر ډېره د همدې موخې لپاره کاروي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.