کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي سره په لیدنه کې د وړو او منځنیو سوداګریو ملاتړ، د کار زمینې برابرولو او د صنعتي پارکونو ودې په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له مسوول اسټفن روډریګیس سره وکتل.
سرچینې لیکلي، یاده لیدنه کې دواړو لورو د ادارو د لا ډېرې همغږۍ لپاره د چمتووالي ترڅنګ د وړو او متوسطه سوداګريو ملاتړ، د صنعتي پارکونو ودې، فابریکو رامنځته کولو، په کمو پرمختللو ولایتونو کې د اړتیا وړ برق تولید، د تولیدي پروګرامونو له لارې د کاري فرصتونو برابرولو، پانګې ته د پانګوالو لاسرسي، د متشبثینو روزنې او د هغوی تولیداتو لپاره بازارموندنې، د دغه سکټور لپاره وړو پورونو او د خصوصي سکټورونو بانکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
روډریګیس ویلي، یاده اداره چمتو ده چې خپل پروګرامونه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره په همغږۍ پلي کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، پایله کې پرېکړه وشوه چې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه دې یو تخنیکي ټیم پر پروګرامونو کار وکړي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن