ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان «ترهګریزو ډلو» له لېسته د ا.ا د نوم ایستل کېدو هرکلی کړی

بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان «ترهګریزو ډلو» له لېسته د ا.ا د نوم ایستل کېدو هرکلی کړی

author avatar
4 Jun 2024 - 16:15
بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان «ترهګریزو ډلو» له لېسته د ا.ا د نوم ایستل کېدو هرکلی کړی
author avatar
4 Jun 2024 - 16:15

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغه اقدام چې د ا.ا نوم یې د ترهګریزو ډلو له لېسته ایستلی هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو لرې کېدو برخه کې مهمه ده.

د قزاقستان ولسمشر تېره ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو په موخه د طالبانو نوم د ترهګریزو ډلو له لېسته حذف کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې ویلي چې اسلامي امارت د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکایف د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د اسلامي امارت د نوم حذف کېدو هرکلی کړی دی.

سرچینې لیکلي، د بهرنيو چارو وزارت دغه اقدام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې يو مهم پرمختګ او د دوه اړخيزو اړيکو کچې لوړولو برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل ګڼي.

په اعلامیه کې راغلي چې قزاقستان په سيمه کې د افغانستان مهم سوداګريز او ترانزيټي شريک دی او دغه پرېکړه به په دوه اړخيزو اړيکو کې پرمختګ او لا زياتو اقتصادي همکاريو ته لار پرانيزي چې د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.