ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د بادپښ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د عمومي سړک خرابوالي له امله شکایت کوي

د لغمان د بادپښ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د عمومي سړک خرابوالي له امله شکایت کوي

author avatar
5 Jun 2024 - 16:32
د لغمان د بادپښ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د عمومي سړک خرابوالي له امله شکایت کوي
author avatar
5 Jun 2024 - 16:32

مهترلام (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له مرکز مهترلام سره د دې ولسوالۍ نښلېدونکی سړک خراب دی چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالي د اندروړ سیمې قومي مشر حلیم‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل له مرکز مهترلام سره د دې ولسوالۍ نښلېدونکی سړک چې شاوخوا ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، خراب دی چې له امله یې د دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل، د مخکني حکومت پرمهال د دغه سړک د هوارۍ چارې ترسره شوې خو د ورستیو ورښتونو او سېلابونو له امله اوس په بشپړه توګه تخریب شوی دی.

هغه وویل: «تېر کال ژمي کې شاوخوا ۱۵ ورځې د سېلابونو راوتلو او ورښتونو له امله زمونږ دا لاره تړل شوې وه، متاسفانه دوه امیدوارې مېرمنې د سړک خرابوالي له امله روغتون ته پر لاره مړې شوې.»

د هغه په خبره، د سړک خربوالي له امله، د مرستندویه کورنیو او بهرنیو موسسو استازي دې ولسوالۍ ته د تګ زړه نه ښه کوي؛ ځکه خو یې اوسېدونکي له هر ډول بشري مرستو محرم پاتې کېږي.

ورته مهال، د یادې ولسوالۍ یو بل قومي مشر حاجي محمدناصر وايي، په ځلونو یې له حکومتي مسوولینو په اساسي ډول د دغه سړک د جوړولو غوښتنه کړې، خو صرف ژمنې ورسره شوې دي.

هغه زیاته کړه: «په دغه سړک ژمي کې هیڅ ډول وسایط تګ راتګ نشي کولای، له حکومته غواړو چې د اوړي له پیل سره سم دې زمونږ د ولسوالۍ سړک جوړ کړي.»

بل لور ته، د لغمان د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د یاد سړک د رغولو په تړاو یې له مرکز څخه غوښتنه کړې او ډاډ ورکړل شوی چې د یوه ځانګړي کمېسیون له لوري به یې د جوړېدو پرېکړه وشي.

د یاد ریاست رییس ملا محمد‌همایون احمدي وايي، د بادپښ عمومي سړک د خربوالي ستونزه یې په مکتوبي بڼه د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شرېکه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «راته ویل شوي چې په ټولو نیمه‌کاره پروژو باندې چې له تېر نظام څخه پاتې دي، یو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په منظمه توګه به یې کارونه پیل شي.»

د لغمان بادپښ ولسوالي چې د مخکني حکومت پرمهال دغه ولایت په تشکیل کې اضافه شوې، اوسېدونکي یې وایي، د سړک خرابوالي ترڅنګ له ګڼ شمېر پراختیایي پروژو هم بې‌برخې دي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.