کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د پټرولو، اوبلن ګاز، قزاقي اوړو، غوړو او د سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۱۲مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه خو زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.
صرافان د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو په اړه وايي چې تل د اختر ورځو په رانږدې کېدو سره له هېواده بهر افغانان خپلو دوستانو او خپلوانو ته پیسې رالیږي چې له امله یې په بازار کې د ډالرو اندازه ډېرېږي او ارزښت یې ټیتېږي.
خوراکي توکي
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۹۵۰ افغانیو ته، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړو بیه له ۱۴۲۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته ټیټې شوې دي.
د هغه په وینا، د یادو توکو بیې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو له امله ټیټې شوې دي.
خو هغه وايي، نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۲ څخه ۶۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
خو نوموړی وايي چې نن تېرو اوو ورځو په څېر د یو لېتر ډېزلو بیه ۵۸ افغانۍ ده.
خو د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۴۸ څخه ۴۶ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د نفتي توکو بیه هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټېدو له امله ټیټې شوې دي.
د سروزرو بیې
د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د «حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ» مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په نسبت د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سروزرو بیه له۴۴۰۰ څخه ۴۳۰۰ افغانیو او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۵۰۰ څخه۳۴۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP