جلالاباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د سړکونو غاړو او خښتو بټيو کارګرو ماشومانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو مرکز جوړ شو.
مسوولين وايي، په ياد مرکز کې به ۱۰۵ ماشومان پر یوه وخت د خياطۍ، موبايلونو د ترميم او بکسونو کنډلو برخو کې شپږمياشتنۍ حرفوي زدهکړې وکړي.
نن په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله حقاني وويل، دغه مرکز د ماشوم ساتنې نړۍوالې ادارې په مرسته د سړکونو غاړو او خښتو بټيو کارګرو ماشومانو ته د حرفوي زدهکړو په موخه جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «هڅه کوو ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو له لارې کاري فرصتونه برابر کړو او نوي جذب شوي زدهکوونکي باید له دې فرصته استفاده وکړي څو په راتلونکي کې د کسب او کار خاوندان شي.»
د ماشوم ساتنې نړۍوالۍ موسسې (سېف د چلډرین) د ختيځ زون مسوول محمدرحيم دانش وويل، په دغه مرکز کې ۱۰۵ ماشومانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمينه برابره شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو ماشومانو کې ۳۳ د سرهرود ولسوالۍ د خښتو بټيو کارګر، ۱۷ سوالګر ماشومان او پاتې نور هغه دي چې په بېلابېلو درنو کارونو بوخت وو.
هغه ژمنه وکړه چې دغه پروژه به د کار او ټولنيزو چارو له رياست سره په پوره همغږۍ تطبيق کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې د خښتو بټیو کې کارګرو ماشومانو پژواک ته شکایت کړی و چې د اقتصادي ستونزو له امله دغه سخت کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP