کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): عدلیې وزارت وايي، له دغه وزارت سره ثبت شوو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سېلابځپلو سره ۵۶ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د عدلیې وزارت ویاند قاري برکتالله رسولي پر اېکسپاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې دغو بنسټونو په یادو ولایتونو کې له سېلابځپلو سره ۵۶ میلیون ۱۳۲ زره او ۸۲ افغانۍ مرسته کړې ده.
هغه څرګنده کړې چې تر دې مخکې عدلیې وزارت له ثبت شوو ټولنو او مرستندیو بنسټونو غوښتي وو څو تخار او بغلان ولایتونو کې له سېلابځپلو سره مرسته وکړي.
له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام هم ویلي وو چې افغانستان کې یې له نږدې ۲۰زره سېلابځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن