ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مور ملي ورځ؛ نورجهان: هیله مې وه اولادونه به مې په زوړتوب کې تکیه وي، خو یوازې یې پرېښودم او ولاړل

د مور ملي ورځ؛ نورجهان: هیله مې وه اولادونه به مې په زوړتوب کې تکیه وي، خو یوازې یې پرېښودم او ولاړل

author avatar
13 Jun 2024 - 16:07
د مور ملي ورځ؛ نورجهان: هیله مې وه اولادونه به مې په زوړتوب کې تکیه وي، خو یوازې یې پرېښودم او ولاړل
author avatar
13 Jun 2024 - 16:07

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د کابل ښار یوه اوسېدونکې ۷۲ کلنه نورجهان چې د پنځو اولادونو مور ده، وايي، هیله یې درلوده اولادونه به یې په زوړتوب کې تکیه وي، خو هغسې ونه شول، دا یې یوازې پرېښوده او ترې ولاړل.

پژواک خبري اژانس د مور ملي ورځې (د غبرګولي ۲۴مه) په مناسب په کابل ښار کې له یو شمېر میندو سره مرکې کړې، ځینې یې د خپلو اولادونو د نېک چلند کیسه کوي، خو ځینې نورې بیا د خپلو اولادونو له نه درناوي او ناوړه چلنده ګیله‌منې دي.

نورجهان: په دې ارمان مې واده وکړ چې اولادونه مې په زوړتوب تکیه وي خو نن یوازې یم

د کابل ښار د وزیر محمداکبر خان مېنې اوسېدونکې ۷۲ کلنه نورجهان چې څلوېښت کاله مخکې کې یې واده کړی، دوه زامن او دوه لوڼې لري، وايي، د خاوند له مړینې وروسته یوازې پاتې ده او ټول زامن یې له هېواده بهر اوسېږي.

هغې د دې په ویلو چې زیار یې وایست څو خپل اولادونه یوه ځای ته ورسوي، زیاته کړه: «لوڼو مې واده شوې، مېړه مې مړ شوی، زامن مې یو په بل پسې خارج ته ولاړل، ان یو ځل یې هم فکر ونه کړ چې دغه بدبخته مور به یې څنګه کېږي.»

د نورجهان په خبره، خاوند یې سوداګر و، له اقتصادي پلوه ستونزه نه لري، خو په دې ځورېږي چې اولادونو یې یوازې پرېښوده، د مور هیلو او خوښۍ ته یې ونه کتل، لندن او نیویارک ته ولاړل.

هغه وايي، تل یې سترګې وي او غوږ یې نیولی وي چې زامن به یې زنګ ورته ووهي، په همدې تمه ډېرې شپې په ویښه سبا کوي، زنګ نه وهي، بیا ځان ته تسلي ورکوي چې حتمن به ستړي وي، رخصتي کې به یې ووهي.

هغې زیاته کړه: «له اولادونو د مور او پلار یوه هیله دا وي چې په زړبودۍ او کمرزوتیا کې به یې لاس نیسي او مرسته به ورسره کوي خو کله مې چې خاوند مړ شو یوازې یوه لور مې راسره وه خو اوس هغې هم واده کړی او خپل کور کې ده.»

هغه له ټولو هغو اولادونو چې له خپلو میندو او پلرونو سره ناسم چلند کوي غواړي، مخکې له دې چې پرې ناوخته شي خپل مسوولیت ته متوجه شي او مور او پلار احترام او خدمت وکړي.

خو د نورجهان زوی احمد زبیر (مستعار نوم) چې دا مهال له هېواده بهر اوسېږي، پژواک ته وویل، د کار نشتوالي له امله بهر ته تللی، خو تل له خپلې مور سره د ټیلېفون له لارې اړیکه نیسي.

هغه په دې اړه ډېرې خبرې ونه کړې، ویې ویل، په هېواد کې شته ستونزو اړ کړ چې خپله مور یوازې پرېږدي او خارج ته ولاړ شي.

هغه مور چې زوی یې وهلې ده

ښاري موټر کې سپره وم، یوې زړې ښځې چې په ملا کړوپه وه، موټر ته لاس ورکړ، په لړزېدونکو لاسونو یې د موټر دروازه خلاصه کړه، په ډېره سخته موټر کې سپره شوه او موټروان ته یې وویل: «زویه پیسې نه لرم، ما تر حوزې رسوې؟»

د هغې پلستر شوې پښه مې چې ولیده، پوښتنه مې ترې وکړه: «مورې په پښه دې څه شوي، چېرته ځې، څوک نه لرې چې درسره لاړ شي؟»

په داسې حال کې چې اسویلی یې وایست او اوښکې یې له سترګو روانې وې، وویل: «طالبانو ته ځم، پر خپل زوی عریضه کوم، ډېر یې زړه راتنګ کړی دی.»

هغه چې د قلعه‌زمان پر سړک د حاجي نبي ښارګوټي اوسېدونکې ده، وايي، لا اوولس کلنه وه چې واده یې وکړ او د واده ثمره یې همدا یو زوی دی چې په ډېرو ستونزو یې رالوی کړی دی.

هغې زیاته کړه: «له واده مې دوه کاله نه وو تېر چې خاوند مې موټر وواهه او شهید شو، زه پاتې شوم او همدا زوی مې، ورځې ورځې به مې د خلکو په کورونو کې کار کاوه څو زوی مې لوی کړم، درس یې ولوست، تحصیل یې وکړ او واده مې ورته وکړ خو اوس یې په کور کې ځای نه لرم.»

دغه ځورېدلې مور چې له ډېره درده شکایت کوي، وايي: «د همدغه زوی لپاره مې بل مېړه ونه کړ، خپله ځواني مې خاورې کړه، ویل به مې چې زما د زوړتوب امسا به زما همدا زوی وي، خبره نه وم چې ښځه وکړي نو له ما به بېزاره شي او وهي به مې هم.»

ومو غوښتل چې د دې رنځېدلې مور له زوی سره خبرې وکړو او د مور پر وړاندې یې د بې‌حرمتۍ د لامل پوښتنه ترې وکړو خو بریالي نه شوو.

دغه راز له یو داسې چا سره مو چې تېر کال یې له خپلې مور سره ناسم چلند کړی و او اوس پښېمانه دی، خبرې وکړې.

د عبدالوحید (مستعار نوم) په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې اوسمهال له هېواده بهر ژوند کوي، وویل: «۳۵ کاله مخکې مې تازه واده کړی و، د مور او مېرمنې مې سره جوړه نه وه، ویل به یې چې خارج ته ځو، کله مې چې مور پوه شوه چې موږ ځو خارج ته، له ما یې د پیسو واک واخیست، ما ته یې ښېرا وکړه، موږ راغلو هالنډ ته.»

هغه زیاته کړه: «خپل بد عمل مې مخې ته راغی؛ ځکه یوازېنی زوی مې موټر لاندې کړ او مېرمن مې له ما طلاق واخیست، د مور پر وړاندې چې اوس ژوندۍ نه ده، له خپل ناوړه چلنده پښېمانه یم.»

هغه له هغو کسانو چې مور او پلار یې ژوندي دي، غواړي چې له خپلو میندو او پلرونو سره ښه چلند وکړي.

هغه مور چې له خپلو اولادونو راضي ده

د شهناز په نوم ۷۵ کلنه مېرمن چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، وايي: «له الله (ج) راضي یم چې تر ټولو غوره اولاد یې راکړی، ډېر په عزت ژوند کوم.»

شهناز په دې اړه چې د واده ثمره یې څو اولادونه دي؟ وویل: «۵۵ کاله مخکې مې واده وکړ، خدای موږ ته ۴ زامن او ۵ لوڼې راکړې، له زامنو څخه مې یو ژوندی دی، یو شهید شو او نور په خپل مرګ مړه شول، خو اوس یو زوی او درې لوڼې مې چې مجردې دي، د ملکې په شان مې ساتي، خدای دې دوی ته خیر ورکړي.»

د شهناز لور ذکیې ابراهیمي وویل: «مور مې زموږ لپاره دومره زیار ایستلی چې هیڅ حد نه‌لري، که موږ اولادونه یې ټول عمر شپه او ورځ خدمت وکړو او په اوږو یې وګرځوو، بیا یې هم حق نشو اداء کولای.»

هغې زیاته کړه: «مور مې ډېره راباندې ګرانه ده، سره له دې چې واده مې کړی او ماشومان لرم خو یو ورځ بعد د مور لېدو ته مې ځم او مبارک لاسونه یې ښکلوم.»

ورته مهال، د کابل ښار د کارته‌نو سیمې اوسېدونکې نرکس وايي: «مور او پلار مې ډېر راباندې ګران دي، درناوی یې کوم، هیڅکله مې د هغوی پر وړاندې بې‌احترامي نه ده کړې او نه یې کوم.»

۲۲ کلنه نرګس چې اوسمهال په یوه غیرحکومتي دفتر کې کار کوي وايي چې د مور او پلار دعا په ځانګړې توګه د مور دعاوې یې د دې په حق کې قبولې شوې دي.

نرګس چې د مور د ورځې لپاره یې چمتووالی نیو، وویل: «نن چې هر ځای ته رسېدلې یمه، د مور د نېکو دعاګانو له برکته دي، هر ورځ چې دفتر ته راځم څو چې مې د مور دعا نه وي اخیستې له کوره نه راوځم.»

دیني عالم: الله ج قران‌کریم فرمایي، د مور او پلار پر وړاند اوف قدري ویل ګناه ده

یو دیني عالم محمدحسن حقیار د مور د حقونو په اړه وايي: «د نړۍ په ټولو دینونو کې مور او پلار محترم دي؛ خو د اسلام د دین له نظره مور او پلار تر ټولو محترم ګڼل کېږي، په ځانګړې ډول د مور حق په شریعت کې د پلار په پرتله ډېر دی، خدای ج په قران‌کریم کې په وار وار د مور د حقونو په اړه یادونه کړې او هغه تکلیفونه یې چې د مور په بطن کې د ماشوم له پالنې، تر زېږېدو او بیا تر لویېدو پورې دي، ټول بیان شوي دي.»

هغه وايي: «په نبوي حدیث کې راغلي چې جنت د مور تر پښو لاندې دی، په دې معنا څو چې مور نه وي غوښتي څوک جنت ته نه شې تللای، د قران کریم له نظره هیڅوک حق نه‌لري چې د مور او پلار پر وړاندې، په ځانګړې توګه د مور پر وړاندې، اوف ووايي.»

حقیار زیاته کړه، د قران او احادیثو پر بنسټ، د مور او پلار خدمت کول تر ټولو لوی ثواب ګڼل کېږي او د مور او پلار ځورول تر ټولو لویه ګناه ده.

نوموړي په پای کې وویل: «په اسلام کې هیڅوک حق نه‌لري چې خپل مور او پلار یوازې پرېږدي، څرنګه چې مور او پلار د خپل ماشوم پالنه او روزنه کوي، نو کله چې هغوی ضعیفېږي د زوی دنده ده چې د هغوی ساتنه وکړي، د هغوی احوال واخلي، د هغوی اړتیاوې پوره کړي، له دې پرته د قانون او اسلام پر وړاندې ملامت دي او خدای ج هم د داسې کسانو لپاره د دوزخ وعده ورکړې ده.»

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.