ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: څاروي باید د ماشومانو له سترګو لرې په مشخصو ځایونو کې حلال شي

16 Jun 2024 - 08:49
16 Jun 2024 - 08:49

بامیان (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د دیني او ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي، د ماشومانو او ان د نورو څارویو پر وړاندې د څارویو حلالول منفي اغېزې پرېږدي چې باید دغه کار د اسلامي اصولو په رعایتولو په ټاکلو ځایونو او د ماشومانو له نظره لرې ترسره شي.

د ټولنیزو چارو پوهان پر دې باور دي چې ماشومان له روزنیز اړخه تر ډېره تقلیدي عمل کوي او په مخ کې یې د څارویو حلالول په هغو کې د تاوتریخوالي او ورته عمل ذهنیت تقویه کوي.

د بامیان پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد محمدالله معتمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ماشومانو په مخ کې د څارویو سر پرې کول ډېر خشن او غیرطبیعي عمل دی او دغه کار پر ماشومانو منفي اغېزې او بدې پایلې پرېښودلای شي.

نوموړي زیاته کړه، کله چې ماشومان له داسې پېښو سره مخ کېږي، سخت غبرګون هم ښیي او له جدي ستونزو لکه د شپې له مخې د متیازو تلل، د ژبې بندښت، خوبونه لیدل او چلند کې تغییر سره مخ کېږي.

دغه‌راز، هغه یادونه وکړه، په لویو ښارونو کې چې ماشومان له څارویو سره سروکار نه لري، کله چې د څاروي حلالولو صحنه او په وینو کې د هغو پښې وهل وویني، دغه صحنه به یې تر ډېره په ذهن کې پاتې وي او اوږودمهاله رواني اختلالات ورته پیدا کېدای شي.

هغه څرګنده کړه، په عمومي ځایونو کې د څارویو حلالول نه یوازې ماشومان، بلکې ښځې او هغه کسان چې د زړه تکلیف لري هم اغېزمنوي او منفي او نه جبرانېدونکي اغېزې پر لرلای شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، ښه دا ده د قرباني څاروي په ټاکلو او د خلکو او ماشومانو له نظره لرې ترسره کړي څو ماشومان له رواني او ذهني ستونزو په امن کې وي.

د ټولنیزو چارو یو کارپوه علي‌محمدي هم په دې اړه وايي، خلک د ماشومانو حساسې روحیې ته په نه پاملرنه د ودونو، اخترونو او نورو پروګرامونو کې څاروي په عمومي ځایونو کې حلالوي چې په عملیاتي بڼه ماشومانو ته تاوتریخوالی او د وژنې فعل ورانتقالوي.

د هغه په خبره، یو مفهوم چې ماشومان له دې ډول زړه‌بوږنوونکو صحنو ترلاسه کوي، د خشونت عادي کېدل دي.

د محمدي به باور، د ماشومانو تفکر تر ډېره عیني وي او د دا ډول صحنو په لیدو سره به دې پایلې ته ورسېږي چې په اسانۍ د بل موجود ژوند اخیستلای شي او له خپلو همنوعانو سره هم ورته کار ترسره کولای شي.

نوموړي زیاته کړه، له اووه کلونو ټيټ ماشومان د لویانو په څېر په عیني تفکر کې د استدلال وړتیا نه لري او څه چې په سترګو ویني، مني یې، له همدې امله ډېر امکان شته چې یو ماشوم د بل ماشوم پر وړاندې ورته عمل ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، له ۱۳ کلونو کم‌عمره ماشومانو د سترګو پر وړاندې د څارویو حلالول ډېر خطرناک کار دی؛ خلک باید یو مناسب ځای چې د خلکو له سترګو لرې وي، د څارویو حلالولو لپاره په پام کې ونیسي څو له چاپېریالي او رواني ستونزو یې خلک خوندي پاتې شي.

خو د بامیان ځیني اوسېدونکي وايي چې دلته څاروي په عمومي ځایونو کې حلالېږي او دا یوه عادي چاره بلل کېږي.

د بامیان مرکز اړوند د قرغنه‌تو سیمې اوسېدونکی عبدالستار وايي چې په یاده سیمه کې په عمومي ځایونو کې د څارویو حلالول یوه عادي چاره ده.

هغه زیاته کړه، د سیمې اوسېدونکي د یاد کار له پایلو او پر ماشومانو یې له اغېز خبر نه‌دي او له کلونو راهیسې دغه دود د خلکو ترمنځ شته چې څاروي د واده، محرم، قربانۍ او د قران‌کریم د ختم مراسمو کې د ماشومانو په ګډون د ټولو په مخ کې حلالوي.

محمدعلي د سیمې یو بل اوسېدونکی د ماشومانو په مخ کې د څارویو له حلالولو خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «اووه کاله مخکې مې یو پسه په خپل کور کې د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون د کورنۍ د ټولو غړو په مخ کې حلال کړ چې دغه عمل زما په یوه ماشوم کې د اوږدمهاله اغېزو او ډار رامنځته کېدو لامل شو، د څاروي حلالول دغه ماشوم ته یو ډول ډار پیدا کړی چې د اوو کلونو په تېرېدو یې لا هم له ذهنه نه دی پاک شوی.»

هغه څرګنده کړه چې ماشوم یې نهه کلن شوی خو تر اوسه له وینې ډاریږي او کله چې وینه ویني ډاریږي او د شپې مهال له کوره بهر وتلای نه شي.

ورته مهال، دیني عالمان وايي چې د څارویو حلالول په اسلام کې اصول لري چې د حلالې پر وخت باید په پام کې ونیول شي.

د بامیان د مرکز یو دیني عالم علي‌جمعه رضواني په دې اړه وايي چې په اسلام کې د څارویو حلالول هم اصول لري چې باید په پام کې ونیول شي، د اسلام په سپېڅلي دین کې راغلي چې ذبح‌کوونکی باید مسلمان وي او د څارولي حلالولو پر مهال باید مخ پر قبله ودریږي، د خدای په نوم او تیزې وسیلې سره څاروی حلال کړي.

دغه راز، هغه ټینګار وکړ چې څاروي دې په یوه پناه ځای کې د ماشومانو، ان د نورو څارویو له سترګو لرې حلال شي څو له منفي اغېزو یې مخنیوی وشي.

ورته مهال، ځایي مسوولین ټینګار کوي، څاروي باید په هغو ځایونو کې چې د ښاروالۍ له لوري ټاکل شوي، حلال شي.

د بامیان ښاروالۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو خدمتونو مسوول عبدالحکیم موسوي وویل، دې ادارې د ښار له ککړتیا د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د مرکز اړوند د اساسي قانون له څلورلارې سره یو ځای په پام کې نیولی څو ټول څاروي د اختر په ورځو کې په دغه ځای کې حلال شي.

دغه راز، هغه ټینګار وکړ چې د ناحیې د مسوولینو او اړوندې شورا له لارې خلکو ته خبر ورکړل شو چې حق نه‌لري په عمومي ځایونو کې څاروي حلال کړي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version