Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«هغه کس چې پوروړی وي یا د نصاب مالک نه وي، قرباني نه پرې واجبېږي»

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د دیني چارو پوهان وايي، پر هر هغه مسلمان چې مقیم او د نصاب خاوند وي، قرباني واجب ده او یو شمېر هغه خلک چې د قربانۍ غوښه پر بې‌وزلو نه وېشي، قرباني یې کېږي خو اجر او ثواب یې کمېږي.

د نصاف مالک هغه چا ته ویل کېږي چې د اختر په ورځو کې یې مالونه د ژوند له اړتیاوو پرته (د اوسېدو کور، نقلیه وسیله، جامې او لوښي …)، د زکات نصاب حد ته چې د ۴۷۹/۸۷ ګرام سرو‌زرو معادل ۲۰ شرعي مثقاله یا د دې اندازې بیې معادل ته ورسېږي.

د افغانستان د علومو اکاډمي علمي کادر او دیني عالم ډاکټر نورالله کوثر پژواک خبري اژانس ته وویل: «قرباني پر هغه چا واجب ده چې وس یې ولري، د احنافو په مذهب د نصاب خاوند وي، پیسې ولري، له ورځني ژونده یې ډېرې وي، هماغومر پیسې ولري چې قرباني پرې وکړای شي.»

ورته مهال، یوه دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلام په دین د قربانۍ حکم واجب دی؛ یعنې هغه چا چې د قربانۍ شرایط پوره کړي وي، واجب دی چې قرباني وکړي.

نوموړی وايي: «د قربانۍ شرایط دا دي چې انسان غني وي، د کور ټولې اړتیاوې یې پوره وي، پوروړی نه وي او د ۸۵ ګرام سرو‌زرو په ارزښت نغدې پیسې ولري او یا د ۸۵ ګرام سرو‌زرو په ارزښت یو جنس ولري او یا د ۸۵ ګرام سرو‌زرو په ارزښت سوداګریز مالونه ولري، په داسې حال کې په کس قرباني واجب ده.»

هغه زیاته کړه، که نفر پوروړی یا د نصاب خاوند وي، قرباني پرې واجب نه ده خو که قرباني هم کوي، قبولېږي، یو مستحب عمل دی، که غني نه وي، الله (ج) یې ورته اجر او پاداش ورکوي.

دغه‌راز، یو بل دیني عالم مولوي محمدحسن حقیار وویل، قرباني په شریعت کې  واجبه ده او د اختر ورځو په ګډون په ځانګړو ورځو کې د ثواب په نیت د ځانګړي څاروي حلالولو ته وايي.

نوموړي وویل، د قربانۍ شرایط دا دي چې شخص باید مسلمان وي، استوګن وي او نصاب ولري.

مستحب ده چې د قربانۍ غوښه په درېیو برخو ووېشل شي

یوه دیني عالم ډاکټر کوثر وویل، مستحب ده چې د قربانۍ غوښه په درېیو برخو ووېشل شي او وروسته یوه برخه یې بې‌وزلو کسانو ته ووېشل شي.

نوموړي هغو کسانو ته په خطاب کې چې د قرباني غوښه بې‌وزلو کسانو ته نه وېشي وویل: «که څه هم قرباني یې کېږي چې د الله لپاره یې وینه تویه کړې، خو اجر او ثواب یې کمېږي.»

ورته مهال، مفتي شمس‌الرحمن فروتن هم وايي، مستحب ده چې د قرباني غوښه په درېیو برخو (یوه برخه اهل او کورنۍ ته، یوه برخه بې‌وزلو ته او یوه برخه هم مېلمنو) ته وساتل شي.

هغه زیاته کړه: «په هغه صورت کې چې د قرباني ټوله غوښه خپله شخص وخوري، ټوله مېلمنو ته ورکړي، یا یې بې‌وزلو ته ورکړي ستونزه نشته؛ مهمه دا ده چې د حلالولو پر مهال د قرباني‌کوونکي موخه د الله پاک رضا وي.»

نوموړي زیاته کړه: «د قرباني فلسفې اصل دا دی چې د قرباني وینه د الله متعال د رضا په نیت په ځمکه تویه شي او که د قرباني صاحب نورو کسانو ته غوښه ونه وېشي، ستونزه نه‌لري، ښه دا ده چې په دریېو برخو ووېشل شي، خو که ټوله غوښه د ځان لپاره ساتي، قرباني یې کېږي او ستونزه نشته.ِ»

هغه پّ خپلو خبرو کې زیاته کړه، خو که د قرباني صاحب غواړي غوښه بې‌وزلو ته ورکړي، ښه دا ده چې تر ټولو ښه غوښه بې‌وزلو ته ورکړي؛ ځکه خدای ج فرمایلي: «تاسو به نېکۍ ته نه رسېږئ څو چې انفاق ونه کړئ، له هغو شیانو چې تاسو یې خوښوئ، تر ټولو ښه غوښه بې‌وزلو ته ورکړئ څو خدای ج له تاسو راضي وي…»

فروتن ټینګار وکړ چې بېوزلو ته باید د قربانۍ غوښه ورکړل شي، اصلاً دا د بې‌وزلو لپاره ده؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغې حکمت بیان کړی دا هغه خواړه دي چې د بې‌وزلو لپاره دي چې په ټول کال کې یې غوښه نه وي خوړلې، باید له دې غوښې مستفید شي.

دغه‌راز محمدحسن حقيار وويل، د قربانۍ غوښه بايد په درېيو برخو ووېشل شي، د هغې يوه برخه خپلې کورنۍ، يوه برخه خپلو مېلمنو او نږدې خپلوانو ته ځانګړې او بله برخه يې پر بېوزلو او اړو کسانو ووېشل شي.

هغه وويل، که د قربانۍ ټوله غوښه وساتل شي او نورو ته ور نه‌کړل شي هم قرباني کېږي، خو د قربانۍ موخه دا ده چې د اختر په ورځو کې له غوښو بې‌وزلي خلک مستفید شي او دا د هغوى حق دى که چا قرباني وکړه او نور څوک ترې مستفید نه‌شول، قرباني یې جایز ده خو ثواب يې کم دی.

سرچينې وويل، غوره دا ده چې غوښه باید په مساوي ډول بې‌وزلو ته ورکړل شي، نه باید داسې وشي چې ښه غوښه وساتي او خرابه غوښه بې‌وزلو ته ورکړي؛ ځکه چې دا صدقه او خیرات نه دی او باید ښه غوښه بې‌وزلو ته ورکړل شي څو ډېر اجر او ثواب لاس ته راوړي.

د قربانۍ لپاره څاروی

نوموړي وويل چې پسونه يوازې حلالېداى شي، خو لویو څارويو کې لکه غوا، مېښه او اوښ تر اوو کسانو پورې شريکېدلى شي.

د هغه په ​​وينا، قرباني د اختر له لمانځه وروسته د اختر تر درېيمې ورځې پورې ترسره کېداى شي، خو په کومو ځایونو کې چې د اختر لمونځ نه کېږي، قرباني بايد د اختر د لومړۍ ورځې د سهار له لمانځه تر ماښامه پورې ترسره شي.

هغه وويل، هغه څاروي چې د قربانۍ لپاره غوره کېږي بايد معيوب نه وي، لکۍ یې پرې نه وي، پښه یې پرې نه وي او کمزوري نه وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.