منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

قرباني

۷ راپورونه

راپورونه

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنۍ پاتې معلوله ماشومه معراج بي‌بي د مور او پلار څېرو لیدلو په ارمان ده

معراج بي‌بي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنی پاتې نارینه فریداحمد د خپلې خور له معلولیت او بېوزلۍ ځورېږي

۲۲ کلن فریداحمد چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، اوس یوازې دی او یوه معلوله خور یې د هماغو دردونو په یادولو سره د ژوند شپې ورځې تېروي.