ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو جګړو یو قرباني: ډېرې ناخوالې مو ولیدلې، نه غواړو په هېواد کې بیا جګړې پيل شي

د تېرو جګړو یو قرباني: ډېرې ناخوالې مو ولیدلې، نه غواړو په هېواد کې بیا جګړې پيل شي

author avatar
14 Dec 2022 - 15:03
د تېرو جګړو یو قرباني: ډېرې ناخوالې مو ولیدلې، نه غواړو په هېواد کې بیا جګړې پيل شي
author avatar
14 Dec 2022 - 15:03

پارون (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د نورستان د وانټ‌وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۶ کلن حاجي رمضان کاکا- چې په تېرو جګړو کې یې د کورنۍ ټول غړي وژل شوي- وايي، ډېرې ناخوالې یې ولیدلې، نه غواړي چې هېواد بیا په جګړو کې ښکېل شي.

هغه له اوسنيو حاکمانو او د هغو له مخالفانو غوښتنه کوي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د جګړې پر ځای سولې او یووالي ته کار وکړي.

د وانټ‌وایګل ولسوالۍ د بروانت کلي دغه دردېدلي سپين ږیري- چې د خپل دوکان مخې ته یې پر پلاستیکي فرش د خرڅلاو لپاره ژمنۍ جامې غوړولې وې- پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړې ټوله کورنۍ ورڅخه اخیستې او دی یکې یوازې پاتې شوی دی.

هغه چې د خبرو پرمهال یې د خپلې کورنۍ د غړو په یاد په سترګو کې یې اوښکې ورغړېدې، د دغې دردوونکې پېښې کیسه داسې پيل کړه: «لس کاله مخکې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې طالبانو پر وانټ‌وایګل ولسوالۍ برید وکړ او له څو ورځو سختې جګړې وروسته یې دغه ولسوالي ونیوله، په درېیمه شپه بهرنیو ځواکونو بمبار پیل کړ چې په پایله کې یې له ۳۰ ډېر کلیوال ووژل شول.»

هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې د ده د کورنۍ ۸ غړي (پنځه زامن، یوه لور، مېرمن او مور) هم شامل وو چې ټولو په یوه ځای ژوند له لاسه ورکړ.

دی وايي، په هغه شپه په کور کې نه و خو کله چې بمبارد پیل شو نو کلیوال له وېرې له خپلو کورونو ووتل چې له هوا څخه په نښه او ووژل شول.

د ده په خبره، که په هغه شپه په کور کې وای نو دی به هم اوس ژوندی پاتې نه و.

نوموړي وویل: «تر ټولو دردونکې دا وه چې د بمبار له پیلېدو سره دغلته درې ورځې سخته جګړه روانه وه او هیچا نه شوای کولای د خپلو عزیزانو جسدونه د پېښې له ځایه را وباسي.»

رمضان کاکا سوړ اسوېلی وکړ او زیاته یې کړه، ښايي ډېر کسان د بمبارد له امله په هماغو شېبو کې وژل شوي وي او ځیني نور به ټپیان او د مرستې په هیله وو، هغوی به په څومره درد او کړاو ساه ورکړې وي؟

د هغه په خبره، کلونه یې د خپل کورګي پر بربادۍ ویر وکړ خو خلکو اړ کړ چې بېرته خپل ژوند جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي، اوس یې بل واده کړی، دوه اولادونه لري او دغه‌راز یې د بزګرۍ پر ځای په ولسوالۍ کې د خوراکي توکو او جامو دوکانداري پیل کړې ده.

هغه دغې پېښې دومره کړولی او دردولی چې غواړي نور په هېواد کې په هیڅ نوم او عنوان یو ډز هم و نه شي او هیڅوک د ده پر برخلیک اخته نه شي.

ده چې یو ځل بیا یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې وې زیاته کړه: «د جګړې له بدمرغۍ له ما وپوښتئ چې خپل عزیزان مې په کې له لاسه ورکړل.»

هغه د هېواد پر اوسنيو حاکمانو او نورو مشرانو غږ کوي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، د جګړې پر ځای سولې او یووالي ته کار وکړي او پرېنږدي چې هېواد بیا په جګړو کې ښکېل شي.

د حاجي رمضان اکا ګاونډی اعجازالحق- چې په هماغه شپه یې پلار د وسله‌والو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی- وايي، تېرې شل کلنې جګړې د ده او حاجي رمضان په څېر سلګونه زره افغانان له دغه‌راز ناخوالو سره مخ کړي دي.

دی هم وايي، مشران باید د خپل ولس کړاوونه او دردونه درک کړي، پر هغوی دې زړه وسوځوي او نور دې هېواد د جګړې پر ځای د سولې او ثبات پر لور روان کړي.

د هغه په خبره، په هېواد کې له راغلي سیاسي تحول وروسته له بده‌مرغه اوس هم پېښې او بریدونه کېږي، دغه څه خلک اندېښمنوي چې خدای مه کړه په هېواد کې بیا جګړې زور وانخلي.

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون هم وايي چې نور هېوادوال له جګړو ستړي دي او هیڅوک هم جګړه نه غواړي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د حکومت هڅه دا ده چې هېوادوالو ته ډاډمن امنیت برابر کړي.

نوموړي یادې پېښې ته په اشارې یادونه وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې هېوادوالو زښتې ډېرې ناخوالې ولېدلې، خو اوس د ارام ژوند شرایط ورته برابر شوي دي.

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.