ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د چاودنې یو قرباني: ټول ځای لوګی او د باروتو بوی و، نه پوهېدم څه پېښ دي

سمنګان کې د چاودنې یو قرباني: ټول ځای لوګی او د باروتو بوی و، نه پوهېدم څه پېښ دي

author avatar
6 Dec 2022 - 19:42
سمنګان کې د چاودنې یو قرباني: ټول ځای لوګی او د باروتو بوی و، نه پوهېدم څه پېښ دي
author avatar
6 Dec 2022 - 19:42

ایبک (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): سمندر هغه نهه کلن ماشوم دی چې د سمنګان د مرکز ایبک ښار په «جهاديه» مدرسه کې د چاودنې له امله ټپي شوی او دا مهال په ولایتي روغتون کې بستر دی.

په دې چاودنه کې چې د روانې (لېندۍ) میاشتې په ۹مه وشوه، نږدې ۲۰ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان وو چې ډېر یې زده‌کوونکي وو.

سمندر چې لاس یې ټپي شوی، د هماغې ورځې پېښې کیسه کوي، وايي، د ماسپښين په لمانځه ولاړ وو چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

د هغه په ​​خبره، د تل په څېر به يې هره ورځ له خپلو ټولګيوالو سره په جماعت سره لمونځ ادا کاوه، خو له دې ناخبره و چې په هغه ورځ به یاده پېښه کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: «د ماسپښین د لمانځه وخت و، ټول په عبادت لګیا وو چې ناڅاپه د چاودنې غږ واورېدل شو، ټول ځایونه لوګي او د باروتو بوی ونیول، نه پوهېدم څه وشول، څو شېبې وروسته مې پام شو چې لاس مې درد کوي او د پورته کېدو توان نه لرم.»

هغه وايي، وروسته لږ په هوښ راغی، ويې ليدل چې مخ او شا ته يې د ملګرو جسدونه پراته او ټول ځایونه په وینو ککړ دي، د لمانځه ځای د جنګ میدان غوندې شوی و او له هر لوري د ژړاګانو غږ اورېدل کېده.»

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې یې دوه ملګري ووژل شول او دواړه نږدې د ده همځولي وو؛ یعنې ۱۰ او ۱۱ کلن وو او یو شمېر نور ملګري یې ټپیان شول چې په ټپیانو کې یې داسې ملګري شته چې اوس هم په روغتون کې بستر دي.»

هغه څو شېبې غلی شو، بیا ویې ویل: «موږ د لمانځه ادا کولو ته راغلي وو، بې‌ګناه ماشومان وو، هیچا ته مو زیان نه و رسولی؛ نو څه وشول چې داسې پېښه وشوه او ټول یې له خاورو سره برابر کړل.»

سمندر چې د سمنګان ولايت د لرې پرتې (روی‌دواب) ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی وايي، پلار يې دهقان دی او دی یې ابیک ښار ته را استولی و څو له خپلو ملګرو سره درس ووايي، خو له بده مرغه له دغه حالت سره مخ شو.

د روغتون په بله خونه کې یو بل ماشوم پر بستر پروت دی چې عنایت‌الله نومیږي او ۱۰ کلن دی؛ په دې پېښه کې د بمي چاودنې پارچو د هغه مخ او پښو ته زیان رسولی چې د بې‌هوښۍ په حالت کې یې له موږ سره خبرې کولې.

هغه وويل: «کله چې جومات یعنې همغه اسټډیوم ته دننه شوم چې د لمانځه لپاره استفاده تر کېده، ومې ليدل چې يو کس یو بیک کېښود او یو ژېړ دستمال هم پرې پروت و، ماته یې وویل، غواړم اودس وکړم او لاړ؛ د هغه له تلو څو شېبې وروسته مې د چاودنې غږ واورېد او وروسته پوه نه شوم چې څه پېښ شوي، کله چې په هوښ راغلم، ومې لیدل چې په روغتون کې یم.»

هغه زياته کړه چې يو بل ملګرى یې ثناالله چې ۱۰ کلن و؛ په دې پېښه کې شهيد او دی ټپي شو، یو شمېر ټولګیوال یې په همغه ورځ ښار ته تللي وو، که هغوی هم موجود وای، ډېری به شهیدان او ټپیان شوي وای.»‎

د عنايت‌الله پلار، شمس‌الدين چي د ايبک ښار د «منغر» کلي اوسېدونکى دى، پژواک خبري اژانس ته یې وويل: «له یو کال کمه موده کېږي چې زوی مې په دغه مدرسه کې زده‌کړې کولې او کله کله به مې ټیلفوني اړیکه ورسره نیوله؛ کله چې دغه پېښه وشوه، یو امنیتي کس له ما سره اړیکه ونیوه او خبر یې کړم؛ الحمدلله چې اوس مې د زوی روغتیایي وضعیت ښه دی.»

هغه له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د مدرسو او ښوونځيو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي، څو دا ډول نورې پېښې رامنځته نه شي.

د روى دواب ولسوالۍ اوسېدونکي سيدمحمد د دې ډول چاودنو کېدو په اړه خپل نظر څرګند کړ او زياته يې کړه: «له حکومته مو زموږ غوښتنه دا ده چې په سمنګان ولايت کې دا ډول نورې پېښې ونه شي؛ د مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو امنیت باید ټینګ شي څو خلک په ارامه خپل کار او ژوند وکړي.»

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د روى‌دواب ولسوالۍ شپږ ځوانان چې په یاده مدرسه کې یې زده‌کړې کولې، وژل شوي دي.

د «تربیۀ معلم» د لوړو زده‌کړو موسسې یو استاد او مدني فعال سید ظاهر فاضل وايي: «زه د خپلو خلکو او وطن لپاره د دایمي سولې هیله لرم؛ ځکه سوله او امنیت د هرې ټولنې لویه اړتیا ده؛ اسلامي امارت باید په دې برخه کې ‎زیاتې هڅې وکړي، څو د افغانستان بې‌وزله ولس نور په زانمن نه شي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولين د دغه بريد په غندلو سره دا د «اسلامي امارت» د دښمنانو کار بولي او هيله لري چې عاملين يې ژر تر ژره ونيول شي او د خپلې کړنې په جزا ورسېږي.

د یادولو ده، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته دا لومړی بمي برید و چې په سمنګان ولایت کې وشو او په کې د یوې مدرسې لسګونه ‎زده کوونکي شهیدان او ټپیان شول.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له لوري د خپرو شوو شمېرو له مخې، په دې پېښه کې شاوخوا ٢٠ کسان ووژل شول او څه باندې ٢٥ نور ټپيان وو او د وژل شوو او ټپيانو ډېر يې له ١٨ کلونو کم عمره ماشومان وو چې په دې مدرسه کې یې زده کړې کولې.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.