کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غور ولایت ته د سفر پر مهال له سېلابځپلو کورنیو سره لیدلي او له هغوی سره پر مرستې يې ټینګار کړی دی.
د تېرې غويي مياشتې په وروستيو کې د غور په مرکز او ولسوالیو کې سېلابونه راووتل، د ځايي چارواکو په وينا، د یادو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسانو ژوند بايللی، ۲۵۰۰ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، زرګونه کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او باغونه، سلګونه پلونه، پلچکونه او سربندونه تخریب او زرګونه څاروي له منځه تللی او يو شمېر موټر یې هم وړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د غور په مرکز فېرزکوه کې له سېلابځپلو سره کتلې، ستونزې یې اورېدلي او له هغوی سره د لوی اختر لمونځ یو ځای اداء کړی دی.
ملا برادر په ياده ليدنه کې ویلي: «د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین د اسلامي امارت مسوولینو ته هدایت ورکړی چې د هغو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي چې په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي، زه او د اسلامي امارت ټول مسوولین هڅه کوو چې زیانمنو هېوادوالو ته مرستې برابرې او د هغوی ستونزو ته پای ورکړو.»
سرچیني زیاته کړې، غور ته د ملا برادر د سفر اصلي موخې د مرستهرسوونکو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول، د ټاکل شوو کمېټو له کارونو څخه ارزونه او له نږدې د سېلابځپلو هېوادوالو د ستونزو اورېدل، بلل شوې دي.
ملا برادر د غور خلکو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت یې تر هغه پورې په څنګ کې ولاړ دی چې ستونزې یې په بشپړ ډول حل شي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن