کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاووریز جام سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه وېسټ انډیز ته وبایلله.
په نننۍ لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو شل اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې.
په دغې سیالۍ کې د افغانستان له لوري په توپاچونه کې ګبلدین نایب دوه، عظمتالله عمرزي او نوینالحق بیا د وېسټ انډیز یو یو لوبغاړی وسوځول.
په مقابل کې د وېسټ انډیز له لوري ورکړل شوی هدف افغانستان پوره نه کړ، په ۱۷م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۴ منډې وکړې او د ۱۰۴ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
په توپوهنه کې د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۳۸، عظمتالله عمرزی ۲۳، راشدخان ۱۸ او کریم جنت ۱۴ منډې وکړې.
افغانستان له دې مخکې یوګاندا، نیوزلینډ او پاپو نیوګیني لوبډلو ته ماتې ورکړې وه او په دغو سیالیو کې یې اته غوره لوبډلو ته لار موندلې وه.
د یادونې ده، افغانستان به په دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د جون په شلمه له هندوستان سره ترسره کړي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن