کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): مسوولین وايي چې د هېواد په کچه دا مهال د هګیو چرګانو شاوخوا ۶۰۰ فارمونه د ورځې تر یونیم میلیون هګۍ تولید لري چې د داخلي مارکېټ څه باندې نیمایي اړتیا یې پوره کړې ده.
د افغانستان د مرغدارۍ سراسري اتحادیې رئیس انصارالله بختیاني انصارالله بختیاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۸۱۱ فارمونه له دې اتحادیې سره ثبت دي چې په کابل، ننکرهار، هرات، بلخ، کندهار او داسې نورو ولایتونو کې دي.
دی وايي، پر یاد شمېر فارمونو ۲۰۰ میلیون امریکایي ډالره پانګونه شوې او په خبره یې چې په موجوده فارمونو کې دا مهال نږدې ۲۰ زره کسان په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.
هغه زیاتوي، د افغانستان مارکېټ د ورځې نږدې له ۲،۵ میلیون څخه تر درې میلیون هګیو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۱،۵ میلیون یې په کور دننه داخلي فارمونه تولیدوي او پاتې نور له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.
هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې پر واردېدونکو هګیو محصول لوړ کړي، څو داخلي فارملرونکي زیانمن ونه ویني او هغه اندازه هګۍ دې وارد شي چې د افغانستان مارکېټ ورته اړتیا لري.
د نوموړي په خبره، په هېواد کې د هګیو چرګانو موجود فارمونه په منځني ډول له ۶۰ تر ۶۵ سلنه د خلکو اړتیا پوره کولی شي.
هغه دغه راز د هګیو کیفیت په اړه وویل، په داخلي فارمونو کې د تولیدېدونکو هګیو کیفیت نسبت وارداتي هګیو ته لوړ دی؛ ځکه د داخلي فارمونو چرګانو د دانې ترکیب کې نباتي توکي شامل وي چې دا خپله د کیفیت تضمینوونکي دي.
بختیانی دغه راز وايي چې د داخلي فارمونو هګۍ تازه او پر وخت بازار ته وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې وارداتي هګۍ تر یوې میاشتې پورې په ځنډ افغانستان ته رارسېږي.
هغه د چرګانو د دانې په اړه وویل، اوس د چرکانو دانه په هېواد کې دننه تولیدېږي، افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسیا شوی او په وینا یې، ځينو کارخونو تېر کال ان ترکمنستان او تاجکستان ته هم د چرګانو د دانې صادرات درلودل.
نوموړی په هېواد کې تولیدېدونکې دانه د کیفیت له اړخه ډېره ښه بولي او وايي چې اوس په داخل کې د چرګانو دانې د تولید څه باندې ۴۰ کارخونې شته چې له ډلې یې تر ۲۵ پورې فعاله او ۱۵ نورې غیرفعاله دي.
د هغه په خبره چې فعالې کارخونې د دانې له اړخه افغانستان کې د فارمونو اړتیا پوره کوي او تر ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو پانګونه پهکې شوې ده.
فارملرونکي
د حکیمجان ابراهیمخېل په نوم یوه فارملرونکي پژواک ته وویل، ۱۵ کال کېږي په کابل کې د هګیو چرګانو فارم لري او په وینا یې، په دغه فارم کې د هګیو ۲۰ زره چرګان ساتل کېږي.
هغه دغه راز وايي چې پر یاد فارم یې ۳۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه کړې او په خبره یې چې په دغه فارم د ورځې له ۱۵ تر ۱۶ زره هګۍ تولیدېږي.
هغه زیاته کړه، دا مهال په کابل ښار کې د هګیو خرڅلاو بازار د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی.
نوموړی ادعا کوي چې اوس هم له ګاونډیو هېوادونو هګۍ په قاچاقي ډول راوړل کېږي.
هغه له حکومته وغوښتل چې هېواد ته د بېکیفیت هګیو واردېدو مخه ونیسي او د افغانستان له داخلي فارملرونکو دې ملاتړ وکړي.
د خالد وردګ په نوم یوه بل فارملرونکي پژواک ته وویل، شپږ کال کېږي په کابل کې یې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونه د هګیو چرګانو فارم جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په دغه فارم کې دا مهال د نسلي چرګانو هګۍ تولیدېږي او په ورځ کې تر شاوخوا ۱۲۰۰ پورې هګۍ تولیدوي.
نوموړي د کافي برېښنا، معیاري ځای او مسلکي کسانو نشتوالی هغه ستونزې یادې کړې چې په وینا یې، فارملرونکي ورسره مخ دي.
هغه له حکومته د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
کرنې وزارت
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین په دې اړه پژواک ته وویل چې دا مهال په هېواد کې د هګیو چرګانو شاوخوا ۶۰۰ فعال فارمونه شته چې تولید یې په ورځ کې ۱،۵ میلیون هګیو ته رسېږي.
دی وايي، د افغانستان مارکېټ د ورځې څه باندې ۱،۵ میلیون هګیو ته اړتیا لري چې نورې د اړتیا وړ هګۍ له بهره واردېږي.
هغه زیاتوي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې له خصوصي سکټور سره په همغږۍ په هېواد کې د هګیو د تولید کچه لوړه او افغانستان په دې برخه کې د بهرنیو هېوادونو له اړتیا خلاص کړي او په خبره یې، دغه کار وخت ته اړتیا لري.
هغه زیاتوي، د هګیو چرګانو پر فارمونو میلیونونه امریکایي ډالر پانګونه شوې چې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د نوموړي په خبره، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د فني او تخنیکي مشورو، د چرګانو دانې د کیفیت کنټرول او د کرنیزې پرمختیا صندوق په همکارۍ د اسلامي مالي خدمتونو وړاندې کولو له لارې د دغه سکټور ودې او په دې برخه کې د هېواد پر ځان بسیاینې ته زمینه برابروي.
د افغانستان د مرغدارۍ سراسري اتحادیې رئیس د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان ته له ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې او هندوستان څخه هګۍ وادېږي.
Views: 28
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP