ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«جوزجان کې د لاسي صنایعو، کرنې او مالدارۍ برخو کې څه باندې ۶۰۰۰ ښځې کار ته جذب شوې دي»

«جوزجان کې د لاسي صنایعو، کرنې او مالدارۍ برخو کې څه باندې ۶۰۰۰ ښځې کار ته جذب شوې دي»

author avatar
18 Jun 2024 - 10:51
«جوزجان کې د لاسي صنایعو، کرنې او مالدارۍ برخو کې څه باندې ۶۰۰۰ ښځې کار ته جذب شوې دي»
author avatar
18 Jun 2024 - 10:51

شبرغان (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): جوزجان کې یوه نجلۍ چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې څه باندې ۱۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، د خپل کار پراختیا لپاره هڅه کوي څو سل نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

د یادولو ده چې د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست په خبره، په وروستیو دوو کلونو کې د ښار او ولسوالیو په کچه د خیاطۍ، غالۍاوبدلو، وړۍ اوبدلو، کرنې او مالداري برخو کې څه باندې ۶ زره ښځې د کار لپاره جذب شوې دي.

د «بانو تمنا افشار د لاسي صنایعو کارګاه» بنسټ‌ګرې تمنا افشار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کارګاه یې په دې وروستیو کې په ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې جوړه کړې ده.

هغې زیاته کړه: «زما په دې کارګاه کې سل ښځې د لاسي‌ګنډلو او بېلابېلو لاسي ګاڼو په جوړولو، لبني محصولاتو او محلي خوړو په چمتو کولو بوختې دي.»

هغه وايي چې دې کارګاه ته یې ډېری هغه ښځې جذب کړې چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورپه غاړه ده.

هغې په ټینګار سره زیاته کړه: «دغه کارګاه یې د هېواد د صنعت ودې او په کور ناستو ښځو ته د کار زمینې برابرولو لپاره جوړه کړې ده.»

تنما افشار چې د اقتصاد برخه کې یې لوړې زده‌کړې کړې او د یادې کارګاه له لارې د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، وايي: «د خپل کاروبار پراختیا لپاره هڅه کوم څو کولای شم ۱۰۰ نورې ښځې هم پر کار وګومارم.»

هغه مېرمنې چې په دې کارګاه کې کار کوي

نجلا ابراهیمي چې په دې کارګاه کې پر کار بوخته ده، د دې کارګاه له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي: «دا چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې دي، دلته راغلم څو وکولای شم کار زده کړم او عاید ولرم.»

نوموړې وايي، باید دا ډول کارخونې ډېرې شي څو نجونې د حرفې د زده‌کړې ترڅنګ د خپلو کورنیو په اقتصاد کې هم مرسته وکړي.

ورته مهال، د محبوبه رسا په نوم یوې بلې نجلۍ چې یاده کارګاه کې د لاسي‌ګنډلو پر کار بوخته ده، وايي: «خوشحاله یم، کوم عاید چې دلته ترلاسه کوم، خپلې کورنۍ سره مرسته کوم.»

هغه چې د مخکیني نظام له ړنګېدو مخکې د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه، وايي: «اوسنیو شرایطو کې د دې کارګاه جوړول له ښوونځیو څخه د پاتې نجونو د زړه قوت دی، دلته په راتګ سره له روحي او رواني اړخه خوشحالېږم او کسب هم زده کوم.»

یادې کارګاه کې د اسوده په نوم یوه ښوونکې په دې خوشحاله ده چې د عاید زمینه ورته برابره شوې، کولای شي چې خپل مهارتونه نورو نجونو ته ورزده کړي او هم خپلې کورنۍ ته حلاله مړۍ پیدا کوي.

هغې زیاته کړه: «دا چې دې کارګاه کې کار کولو له لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلم، ډېره خوشحاله یم او له خپل کاره راضي یم؛ ځکه چې له دې لارې خپلو اولادونو ته خواړه او جامې برابروم.»

د یادې کارګاه کارکوونکې له اسلامي امارته غواړي چې دغه ولایت کې ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ او د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شي.

بلخوا، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د جواز اخیستنې مدیر نقیب‌الله سادات پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ښځو لپاره د دا ډول کارخونو رامنځته کولو هرکلی وکړ.

هغه وايي، دوو وروستیو کلونو کې د یاد ولایت د ولسوالیو او ښار په کچه څه باندې ۶۰۰۰ مېرمنې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، وړۍ اوبدلو، کرنې او مالدارۍ برخو کې پر کار ګومارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د هغو مېرمنو صنایعو لپاره چې د لاسي صنایعو او حرفو برخه کې پر کار بوختې دي، بازارموندنه وکړي څو پلور یې ډېر شي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.