ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی

متقي: د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی

author avatar
18 Jun 2024 - 10:23
متقي: د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی
author avatar
18 Jun 2024 - 10:23

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي، د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی، یوازې د همکارۍ، تفاهم او مشورې له مخې بېلابېلو برخو کې مؤثر پرمختګ شونی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیرعلي باقري کني سره د ټلېفوني خبرو پرمهال کړې دي.

سرچینې لیکلي، کني د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې په مراسمو کې د اسلامي امارت د پلاوي له ګډون څخه مننه وکړه او ياد سفر يې د دواړو ګاونډیو هېوادونو او ملتونو ترمنځ د ښو او رغنده اړیکو ښکارندوی وباله.

 کني د غزې په اړه د دواړو هېوادونو ګډ دریځ وستایه او هیله یې وښوده چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د غزې د مظلومیت په اړه خپل غږ پورته کړي.

سرچینې دغه‌راز لیکلي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وویل: «موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په هر غم او خوښي کې ځان شریک ګڼو.»

 متقي ویلي، تېرو څه کم درېیو کلونو کې اسلامي امارت له ايران سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې لاسته‌ راوړنې درلودې او په کار ده چې دا همکاري او همغږي نوره هم پیاوړې او غښتلې شي، څو وکولای شو په ټولو ډګرونو کې د ښو پرمختګونو شاهدان واوسو.

 متقي زیاته کړې، افغانستان یو ازاد او مستقل هېواد دی او په چارو کې یې دخالت د هېچا په ګټه نه دی، یوازې له یو بل سره د همکارۍ، تفاهم او مشورې پراساس شونې ده چې په بېلابېلو برخو کې مؤثر پرمختګ وشي.

د بلخي د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لورو په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ژمنه تکرار کړه.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.