ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د مالګې تولیدوونکي: د کانونو کېندنه دې په معیاري توګه ترسره شي

بلخ کې د مالګې تولیدوونکي: د کانونو کېندنه دې په معیاري توګه ترسره شي

author avatar
19 Jun 2024 - 09:38
بلخ کې د مالګې تولیدوونکي: د کانونو کېندنه دې په معیاري توګه ترسره شي
author avatar
19 Jun 2024 - 09:38

مزارشریف (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): بلخ کې د مالګې تولیدوونکي ادعا کوي چې په کانونو کې د مالګې کېندنه په غیرمعیاري ډول ترسره کېږي او له حکومته غوښتنه کوي چې دا چاره معیاري کړي.

بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي چې په دې وروستیو کې یې د کانونو غیرقانوني کېندنې مخنیوی کړی او له هغو شرکتونو سره یې نوي تړونونه لاسلیک کړي چې په معیاري ډول د کانونو استخراج چارې ترسره کوي.

په بلخ ولایت کې د مالګې یو شمېر فابریکه‌لرونکي د کانونو پر معیاري کېندنې او پروسس ټينګار کوي.

د ډبرو سکرو، نفتي او نورو ورته کانونو سربېره په شمال زون کې په ډېره پيمانه د مالګې کانونه هم شتون لري خو بلخ کې د مالګې پروسس کوونکي وايي چې د دغو کانونو قرارداد دې ورکړل شي څو په ښه کیفیت مالګه تولید کړي.

په مزارشریف ښار کې د مالګې یو تن پروسس کوونکی اسماعیل ملازاده وایي، له پخوا څخه تراوسه مالګه په زېرمو کې د غیرمسلکي کسانو له خوا استخراجېږي.

هغه وايي چې افغانستان د مالګې ډېرې زېرمې لري او له همدې کبله باید حکومت په هېواد کې دننه د مالګې کېندنې او پروسس لپاره جدي پاملرنه وکړي.

نوموړی زیاتوي: «له کانونو او پټرولیم وزارته مو غوښتنه دا ده چې د مالګې کانونه دې هغه اشخاصو ته وسپاري چې د استخراج چارې په معیاري شکل ترسره کړي او مونږ په دې برخه کې مسلکي او پوه کسان لرو او پانګونه مو هم کړې ده.»

ملازاده چې له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې یې د مالګې پروسس پر کارخونه پنځه میلیون امریکایي ډالره پانګونه کړې او شاوخوا زر کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، وایي، که ځینې ستونزې یې حل شي د کور دننه سربېره به بهر ته هم صادرات ولري.

هغه وایي: «د مالګې په فابریکه کې مو څه باندې پنځه میلیون ډالره پانګونه کړې او څه باندې زر کسان په کې پر کار بوخت دي. پخوا مو تولیدات کم وو خو اوس چې له بهره د مالګې پر صادراتو بندیز لګېدلی، اوسمهال په کال کې د ۱۶۸ زره ټنه صحي او تصفیه شوې مالګې د تولید ظرفیت لرو.»

دغه راز، د مالګې یو بل پروسس کوونکی محمد روفیان هم ادعا کوي چې هېواد کې د مالګې کانونه په غیرمعیاري توګه کیندل کېږي او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د مالګې کانونه دې معیاري کارخونو ته په واک کې ورکړي.

ورته وخت کې په بلخ کې د طبیعي زېرمو د چارو یوه کارپوه عبدالستار صدیقي پژواک ته وویل چې د افغانستان د کانونو مالګه له نړۍوالو سټنډرډونو سره ۹۰ سلنه برابره ده او په وینا یې که غیر معیاري استخراج شي، نو هغه خپل کیفیت او خاصیت له لاسه ورکوي.

صدیقي وایي: «افغانستان خورا ډېرې طبیعي زېرمې او کانونه لري، د شمالي ولایتونو مالګه د نړۍوالو نورمونو سره برابره مالګه ده؛ ځکه سودیم کلوراید، پتاشیم، کلسیم او مګنیزیم ۹۹ فیصده د دې مالګې په ترکیب کې شتون لري.»

بلخوا، بیا د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین ډاډ ورکوي او وایي چې پخوا د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په طبیعي زېرمو کې غیرمسلکي کیندنې کېدلې؛ خو اوس یې مخه نیول شوې.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان پژواک ته وویل چې څو میاشتې وړاندې له کورنیو شرکتونو سره د معیاري او مسلکي مالګې د استخراج په موخه تړونونه لاسلیک شوي او هغو فابریکو ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې مالګه په غیرمعیاري شکل استخراجوي.

هغه زیاته کړه، افغانستان د مالګې تولید پراخ ظرفیت او هم کانونه لري؛ خو بیا هم د اړتیا وړ مالګه له بهره واردېدله خو په دې وروستیو کې اسلامي امارت د مالګې پر صادراتو بندیز لګولی دی.

د معلوماتو له مخې، د هېواد د شمالي ولایتونو له جملې په فاریاب او تخار کې د مالګې ګڼ شمېر کانونه شته دي چې هره ورځ ترې سلګونه ټنه مالګه استخراجېږي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.