ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په دوشي کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

د بغلان په دوشي کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
20 Jun 2024 - 14:40
د بغلان په دوشي کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
20 Jun 2024 - 14:40

پلخمري (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳):  د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې سېلاب‌ځپلۍ کورنۍ وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

وروستیو سېلابونو د بغلان د نورو سیمو ترڅنګ د دوشي ولسوالۍ دهن لرخاب سیمې اوسېدونکو ته هم درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي ارباب عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سېلابونو د دوی د څښاک اوبو څاګانې ډکې کړې دي.

هغه زیاته کړه: اوس پاکې اوبه نه لرو، خلک له سینده ناپاکې اوبه راوړي، ښايي پر ناروغۍ اخته شي.

د نوموړي په خبره، د دې سیمې اوسېدونکي د یوې بوشکې پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه دوه کیلومتره مزل کوي.

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی محمدعلم هم ورته ستونزه یادوي او وايي چې د ناپاکو اوبو څښلو له امله د ګاونډي څلور ماشومان ناروغان شوي شوي دي.

دی زیاتوي: «کور کې لس کسان یو، دا ټول د څښاک اوبو، لاس او ځان مینځلو ته اړتیا لري خو دومره اوبه نه لرو چې د لمانځه لپاره اودسونه پرې وکړو، ځینی وخت د اوبو کموالي له امله ان لمونځونه هم قضا شي.»

د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي ادارو او مرستندویه موسسو یې غوښتنه کړه چې د دوی د څښاک اوبو نشتوالي ستونزه هواره کړي.

بل لور ته، حکومتي مسوولین د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکوي.

په دې اړه د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي وايي چې یو شمېر سیمو ته اوس هم په ټانکرونو کې د څښاک اوبه رسول کېږي.

هغه زیاته کړه، دوشي ولسوالۍ د دهن لرخاب سیمه کې څلور څاګانې منظور شوې چې ژر به یې د کیندلو چارې پيل شي.

مجیدي وايي، له یو شمېر موسسو سره پر یوه ګډ پلان کار روان دی څو په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه حل شي.

د یادونې ده، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۹ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټپیان شوي او دغه راز سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.