Pajhwok Afghan News

د عامې روغتیا وزارت ویاند: موږ د کولرا ناروغۍ مثبته پېښه نه لرو

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي، ځینو رسنیو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ناسم خپور کړی؛ ځکه راپور کې افغانستان کې د ارقامو اړوند د حادو اسهالاتو (AWD) کلمه استفاده شوې چې د کولرا له یقیني او تثبیت شوو شمېرو سره ربط نه لري.

تېره ورځ ځینو رسنیو د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې خبر خپور کړ چې د روان میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې د مۍ میاشتې تر ۲۶مې په ۲۴ هېوادونو کې ۱۹۴۸۹۷ تنه د کولرا پر ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۱۹۳۲ تنو ژوند بایللی. د دغو راپورونو له مخې، افغانستان کې په یاده موده کې ۴۶۷۵۸ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۲۵ تنو ژوند بایللی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان د دغه وزارت پر اېکس‌پاڼه په دې اړه وضاحت خپور کړی او لیکلي یې دي: «په یادو خپاره شوو راپورونو کې د روغتیا نړۍوال سازمان له وروستي خپاره شوي راپور چې په نولسم د جون خپور شوی استناد شوی، په داسې حال کې چې راپور د ختیځې مدیترانې حوزې اړوند خپور شوی په افغانستان کې د ارقامو اړوند د حادو اسهالاتو یا AWD کلمه استفاده شوې چې د کولرا له یقیني او تثبیت شوو ارقامو سره کوم ربط نه لري.»

هغه یادونه کړې چې د حادو اسهالاتو دا ارقام د وزارت له رسمي ادرس هم وخت پر وخت له رسنیو سره شریک شوي چې له کولرا سره حاد اسهالات د طبي تعریفونو او د ناروغیو پیژندنې د علم له مخې فرق لري.

دی زیاتوي: «نو له همدې لارې تاسې معززو ته معلومات درکول کېږي چې په افغانستان کې موږ د کولرا ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه لرو او د مثبت واقعاتو پر مهال به له تاسې سره معلومات شریک شي، د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو سره په ګډې مبارزې باور لري او هڅه کوي چې د نړۍوالو همکارانو سره په ګډه د ساري ناروغیو په کنټرول کار وکړي چې دا برخه لا ډېر زیات ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.»

هغه نه دي ویلي چې افغانستان کې له څه وخت راهیسې د کولرا مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند له رسنیو هیله کړې چې د راپورونو په جوړونه کې له مسلکیتوب او دقت څخه کار واخلي او له هېوادوالو او نړۍوالو سره د ناروغیو اړوند دقیق او حقیقي ارقام شریک کړي، تر څو بې اساسه راپورونه د هېوادوالو او نړۍوالو لپاره د اندېښنې سبب ونه ګرځي.

Views: 20

Exit mobile version