ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د تازه مېوې سوداګر: پاکستان دې د تورخم دروازې تړلو ته پلمې نه لټوي

ننګرهار کې د تازه مېوې سوداګر: پاکستان دې د تورخم دروازې تړلو ته پلمې نه لټوي

author avatar
26 Jun 2024 - 15:04
ننګرهار کې د تازه مېوې سوداګر: پاکستان دې د تورخم دروازې تړلو ته پلمې نه لټوي
author avatar
26 Jun 2024 - 15:04

جلال‌اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزیجاتو سوداګرو اتحاديه او ځيني کروندګر وايي، پاکستان د اپټا تړون خلاف کله ناکله په بېلابېلو پلمو د سوداګرۍ پر مخ د تورخم دروازه بندوي او غواړي له دې لارې فشار وارد کړي.

سوداګر وايي، ځیني وخت د دروازې تړل کېدو له امله سوداګرو، په ځانګړې توګه د تازه مېوې او سبزیو سوداګرو ته زیان اوړي.

اپټا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيټ او سوداګرۍ تړون دی چې له مخې يې افغان سوداګر کولی شي خپل سوداګريز توکي د پاکستان له لارې او پاکستاني سوداګر هم کولی شي خپل توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادر او وارد کړي.

دغه تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې شوی، څو ځلي تمديد شوی خو افغان سوداګر وایي چې پاکستانی اړخ وخت ناوخت د دغه تړون خلاف تورخم دروازه بندوي.

د افغانستان ډېره سوداګري د تورخم دروازې له لارې کېږي چې د تازه مېوې او سبزیو سربېره شوکاڼي، د ډبرو سکاره او ځیني نور توکي له همدې لارې پاکستان او نورې نړۍ ته صادرېږي.

په ننګرهار کې د تازه مېوې يو سوداګر حاجي اخلاص‌الدين وايي، کله چې هم په ختيځو ولايتونو او د هېواد نورو برخو کې سبزي يا تازه مېوه حاصل ته ورسېږي او سوداګر وغواړي پاکستان او نورو هېوادونو ته يې صادر کړي، دغه هېواد د تورخم دروازې تړلو ته بهانې لټوي.

دغه راز، د تازه سبزیجاتو يو سوداګر ذبیح‌الله هم وايي چې د تورخم دروازې تړل کېدو او يا هم سوداګرو ته د پاکستاني اړخ له لوري د ستونزو رامنځته کېدو له امله ډېر کله مېوه او سبزي په موټرو کې خرابېږي.

په ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزیجاتو سوداګرو اتحاديې مرستيال حاجي خواجه‌محمد هم وايي، پاکستان د اپټا تړون خلاف د تورخم دروازه بندوي او يا هم سوداګرو ته ستونزې جوړوي چې له امله یې په تازه مېوې او سبزیجاتو ډېر وخت تېرېږي او خرابېږي.

دی زياتوي: «کله چې د افغانستان د مېوه‌جاتو او سبزيجاتو د رسېدو سيزن (موسم) شروع کېږي، زموږ ګاونډی هېواد پاکستان زموږ لپاره مختلفې بهانې او پلمې جوړوي؛ یعنې هغه موضوع دوی سياسي کوي، یا د سبزیجاتو او مېوه‌جاتو د توليد په وخت کې خپل محصول زياتوي، زموږ تجار بیا نه شي کولی خپل مالونه پاکستان ته صادر کړي.»

په ننګرهار کې کروندګر هم وايي چې يوازې داخلي بازارونه دوی ته ګټه نه کوي او ان کله ناکله خپل کړی لګښت هم نه شي پوره کولی.

رحمان‌الدين چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او څو مياشتې مخکې يې پياز حاصل ته رسېدلي وو، وايي، د حاصل په وخت کې پاکستان د پيازو سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې چې له امله يې د دوی پياز يوازې په داخلي بازارونو کې وپلورل شول او له زيان سره یې مخ کړل.

د ننګرهار ولایت چارواکي هم مني چې پاکستانی اړخ له ژمنو سره سره کله ناکله تورخم دروازه بندوي او سوداګرو ته زيان رسوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديق‌الله قريشي پژواک ته وويل: «متاسفانه وخت ناوخته دوی موږ سره وعدې هم کړې چې دا ډول ستونزې به نه رامنځته کېږي، که رامنځته هم شي، د خبرو له لارې به يې حل کوو خو بیا هم دا دروازه بندېږي خو اسلامي امارت هڅه کوي هغه وخت چې دروازه بنده شي، په بديلو لارو غور وکړي څو سوداګر له زيانه وژغوري.»

د یادونې ده، د وروستي ځل لپاره پاکستان دا دروازه څو مياشتې مخکې د ترانزيټ پر مخ پرته له کوم دليله د څلورو ورځو لپاره تړلې وه چې سوداګرو ته يې له امله ډېر زيان واوښت.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.