چاریکار (پژواک، ۶ سرطان ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي، هغه ډله غله یې نیولي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې یې یو ټکسي موټر غلا او د هغه چلوونکی یې ټپي کړی و.
د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار وایي، پرون بېګا لسنیمې بجې د سالنګ پر لویه لار یوې ډلې غلو چې دوه نارینه، یوه مېرمن او دوه ماشومان په کې شامل دي، یو ټکسيوان د تومانچې په ډزو ټپي کړی او موټر یې ترې بیولی و.
هغه زیاته کړې، غلو غوښتل یاد موټر د پروان له لارې کابل او بیا جنوبي ولایتونو ته بوځي خو له پېښې نیم ساعت وروسته یاد کسان ونیول شول.
د نوموړي په خبره چې د نیول شوو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP