ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یو شمېر بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري

هرات کې یو شمېر بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري

author avatar
27 Jun 2024 - 16:06
هرات کې یو شمېر بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري
author avatar
27 Jun 2024 - 16:06

هرات (پژواک، ٧ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې د مېوو د حاصلاتو موسم را رسېدو سره هم مهاله ځيني بڼوال د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي، له حکومت غواړي چې ملاتړ یې وکړي او د دوی محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي.

هغوی د مناسب بازار او سړو خونو نشتوالی عمده ستونزې بولي او وایي، دا چاره نه یوازې د بڼوالو د عاید کمېدو لامل ګرځي، بلکې د ډېرو میوو خرابیدو لامل هم کېږي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو بڼوال مهرګل چې د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالي له امله اندېښنه څرګندوي، پژواک خبري اژانس ته وايي: «سږ کال الحمدالله مېوه ښه ده، موږ هر کال ډېرې مېوې لکه زردالو، شفتالو، ګیلاس او مڼې را ټولوو، خو د هغو د پلور لپاره مناسب بازار نه لرو، مجبورېږو چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلورو.»

نوموړی له حکومته غواړي چې د کروندګرو او بڼوالو د یوه کال حاصلاتو د راټولولو پر مهال دې د هغوی محصولاتو د پلور لپاره داخلي او بهرني بازارونه برابر کړي.

دغه ولايت کې د مڼو او زردالو يو پلورونکی نويد وايي چې سږ کال د اوبو او ورښتونو له امله د مېوو حاصلات ښه وو او له دې کبله خوښ دی، خو د ده په خبره، سږ کال د بڼوالو لپاره د مېوو بازار د تېر کال په پرتله ښه نه دی.

هغه وویل، ځکه چې د مېوو راټولولو وخت را رسېدلى او هغوى اړ دي چې پرته له کوم ځنډه خپلې مېوې بازار ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «د مېوو بیه ډېره ټيټه ده، ان کرايه یې هم نه کېږي، خو د مجبورۍ له مخې چې مېوه خرابه نه شي، بازار ته یې وړو او پلورو یې.»

دغه بڼوال د سړو خونو کمښت د مېوو د پلور بازار نشتوالي لوی لامل ګڼي او له مسوولینو بېلابېلو برخو کې د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي، ځکه د دوی په خبره د هرات مېوې په ټولو موسمونو کې د دغه ولایت لپاره لازمې دي او باید نورو موسمونو لپاره هم وساتل شي.

خو د کرنې چارو پوهان په بازار کې د مېوو ډېروالی د کروندګرو د اندېښنې لامل بولي او وايي، دا چاره د دې لامل کېږي چې د حاصلاتو راټولولو پر مهال یې په ټيټه بيه وپلوري.

د کرنې چارو یو کارپوه عبدالواحد صادقي وايي، که د هرات مېوو ته د صادراتو زمینه برابره نه شي، نو دا چاره به کروندګرو ته د ستونزې لامل شي او حکومت باید دې برخې ته پام وکړي.

ورته وخت کې د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په ټوله کې هرات کې ‎مېوه‌لرونکو نیالګیو کېنولو ته لېوالتیا ډېره شوې؛ سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۱۳۵۰۰ هکټار ځمکه باغونو او مېوه‌لرونکو ونو ته ځانګړې شوې چې ډېرې یې په ګذرې، انجیل، کرخ او زنده‌جان ولسوالیو کې دي.

د هرات کرنې رياست د کرنيزو چارو مسوول بشيراحمد احمدي د مېوو‎ لپاره بازارموندنې برخه کې د دوی د ادارې پروګرامونه ته له اشارې پرته وویل: «له نېکه‌مرغه د هرات مېوې په سړو خونو کې په سنتي ډول پروسس شوې او ګاونډیو ولایتونو ته به هم صادرې شي.»

هغه زياته کړه چې په هرات کې سړې خونې شته، خو‎ په هغه اندازه نه دي چې د ټولو مېوو ساتلو ظرفیت ولري.

نوموړي د بڼوالو او مېوه پلورونکو د ملاتړ په موخه د دغه ولايت د صنعتي ښارګوټي له خصوصي سکټور څخه غوښتنه وکړه چې دې برخه کې زياته پانګونه وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.