Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سب‌سټېشن پروژې پاتې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۸،۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د کابل ولایت د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سب‌سټېشن پروژې د جوړولو پاتې چارې پیل شوې.

نن د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې د یادې پروژې په تړاو د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو دغو مراسمو کې ګدون کړی و.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد رسنیو ته وویل چې نن د کابل ولایت ارغندۍ سب‌سټېشن د جوړولو پاتې چارې پیل شوې.

دی وایي، پر دې پروژې ۸،۶ میلیون امریکایي ډالره لګښت راځي او د یوه داخلي شرکت په پانګونې سره پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې د جوړولو چارې ۳۵ سلنه مخکې بشپړې شوې وې او پاتې ۶۵ سلنه چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

هغه زیاتوي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د ارغندۍ سب‌سټېشن ظرفیت ۴۰۰ مېګاولټ امپیر ته لوړ شي.

د عابد په خبره، هغه داخلي شرکت چې په دې پروژه کې یې پانګونه کړې، د اسلامي امارت له لوري د یاد شرکت مشخصه ګټه په پام نیول شوې ده.

د ده په وینا، دا مهال داخلي او وارداتي برېښنا تر ۹۰۰ مېګاواټه پورې رسېږي.

د عابد د معلوماتو له مخې، دا مهال د اوبو او برېښنا وزارت له لوري پر شپږو لویو بندونو چې د برېښنا تولیدي بندونه دي، کار روان دی چې له دې جملې یې د پاشدان، کمال‌خان، بخش‌اباد او تورۍ بندونو نومونه یاد کړل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سب‌سټېشن د بغلان له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ترکمنستان برېښنا د لېږد لپاره جوړېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل په ګډون د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا څلور سوه زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي او دغه راز د برېښنا د کمښت ستونزه به تر یوه بریده راکمه او ورسره به د صنعت برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار داکټر فاروق اعظم په دغه غونډه کې د برېښنا د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، هرڅرمره چې ژوند پرمختللي حالت ته ځي همدومره اندازه برېښنا ته اړتیا پیدا کېږي.

دی وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړ او د برېښنا تولید کچه لوړه کړي.

نوموړي هیله وښوده چې افغانستان به یوه ورځ د برېښنا تولید برخه کې پرځان بسیا شي او د ګاونډیو هېوادونو له احتیاجه به خلاص شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.