ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپره شوې ویډیو کې له محقق سره په غېږ ستړې مه‌شې‌کوونکی ښځه نه، نارینه دی

خپره شوې ویډیو کې له محقق سره په غېږ ستړې مه‌شې‌کوونکی ښځه نه، نارینه دی

author avatar
3 Jul 2024 - 17:35
خپره شوې ویډیو کې له محقق سره په غېږ ستړې مه‌شې‌کوونکی ښځه نه، نارینه دی
author avatar
3 Jul 2024 - 17:35

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): ځینو کسانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې محمد محقق د برهان‌الدین رباني له لور سره په غېږ ستړې مه شي کړي، خو د پژواک موندنې ښیي چې له محقق سره ستړي مه شي کوونکی نارینه دی.

محمد محقق چې په افغانستان کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته بهر ته تللی، سیاستوال او د ولسي جرګې پخوانی غړی دی. برهان‌الدین رباني چې د افغانستان ولسمشر هم پاتې شوی و، د تېر حکومت پر مهال د سولې عالي شوار مشر و او څو کاله مخکې یې په یوه برید کې ژوند بایلود.

څو ورځې مخکې محمد محقق په یوه غونډه کې د ګډون په موخه ویانا ته تللی و، وروسته په ټولنیزو پاڼو کې یوه ويډیو لاس په لاس کېږي چې محقق له یوه موټره راکښته کېږي او یو تن چې شنه درېشي یې پر ځان ده، اوږده ویښتان لري او د شا له خوا یې انځور اخیستل شوی، ورسره په غېږ ستړې مه‌شې کوي.

د سونیا نیازۍ په نوم یوې اېکس‌پاڼې د یوې ويډیو په خپرولو لیکلي: «محقق د ویانا له غونډې وروسته د پخوانۍ ولسمشر برهان‌الدین رباني له لور سره لیدلي دي، په نشر شوې ویډیو کې ښکاري چې فاطمه رباني د محقق ښه راغلاست ته ولاړه ده او په غېږه ورسره ستړې مه‌شې کوي، تر اوسه معلومه نه ده چې دوی دواړو په کومه خوشحالۍ کې غېږې شروع کړې دي.»

د نورالله احمد په نوم یو بل کس هم دغه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: «د ویانا له غونډې وروسته محقق د فاطمې رباني کور ته ورغلی، ایا د یو جهادي مشر یا ملا لور لپاره داسې لباس کارول بیا یو پردي سړي ته داسې غېږ ورکول چې د هندوانو مذهب کې به هم جايز نه وي، نور حال ویډیو کې وګورئ.»

رحمت‌ګل وقار هم دغه ويډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: «محقق له ویانا غونډې وروسته د برهان‌الدین رباني له لور فاطمې رباني سره لیدلي، د رباني لور د محقق ښه راغلاست ته ولاړه ده او په غېږه ورسره ستړې مه‌شې کوي.»

ځینو نورو کسانو هم دغه ويډیو خپره کړې او ورته څرګندونې یې کړې دي.

حقیقت‌موندنه:

حاجي محمد محقق پژواک خبري اژانس ته وویل: «کوم دوه کسان چې له ما سره په عکس کې دي، دواړه نارینه دي، هغه کس چې مخامخ ښکاري داوود حسني دی چې ۲۵ کاله کېږي په اتریش کې ژوند کوي، دغه کس چې د شا له خوا یې انځور اخیستل شوی، عارف ظفرزاده دی چې په المان کې ژوند کوي.»

هغه وویل، دا دواړه مشهور افغانان دي او دا چې دواړو اوږده وېښتان پرېیښي دا د هغوی شخصي سلیقه ده.

د نجیم یلمان په نوم یوه کس هم له همدې ويډیو یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: «څوک پوهېږي چې دا ښځه ده او که نر چې محقق ورسره په غېږ ستړې مه شې کړې ده.»

د یادې پوښتنې په ځواب کې څو کسانو یلمان ته لیکلي چې دغه کس ښځه نه، بلکې نارینه دی.

دغه راز یوه کس یلمان ته په کمېنټ کې د دغه کس هغه انځورونه هم اچولي چې د مخې له خوا اخیستل شوي دي.

په دغو انځورونو کې د یاد کس له مخه ښکاري چې نارینه دی.

پایله: یو شمېر کسان د یوې ويډیو په خپرولو سره ادعا کوي چې یوې ښځې له محقق سره په غېږ ستړې مه‌شې کړې، خو محقق وایي، دغه کس نارینه دی. دغه راز په همدې ورځ او په هماغه ځای کې اخیستل شوي نور انځورونه هم ښیي چې یاد کس نارینه دی.

حکم: له محقق سره په غېږ ستړې مه‌شې‌کوونکی ښځه نه ده، نارینه دی.

Views: 225

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.