ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رغېدو لپاره د بدن پر ټپونو د خاورې اچولو باور ناسم دی

د رغېدو لپاره د بدن پر ټپونو د خاورې اچولو باور ناسم دی

author avatar
3 Jul 2024 - 14:58
د رغېدو لپاره د بدن پر ټپونو د خاورې اچولو باور ناسم دی
author avatar
3 Jul 2024 - 14:58

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): یو شمېر کسان وایي، پر بدن د ټپ رغېدو لپاره پر ټپ یا زخم خاوره اچوي، خو ډاکټران وایي، دغه کار نه یوازې چې ټپ نه جوړوي، بلکې میکروبي کوي یې او ان د انسان د مرګ لامل هم کېدای شي.

ځینو خلکو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پژواک خبري اژانس ته ویلي چې کله یې د بدن کوم ځای زخمي شي، خاورې پرې اچوي څو وینه یې ودریږي او روغ شي.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی رازمحمد وایي: «پر زخم چې خاوره واچول شي، ان‌شاءالله جوړ دی که خدای غوښتي وي، ګټه ورته کوي، ډېری وخت خلک موملایي پرې ږدي چې هغه په غرونو کې پیدا کېږي، هغه بېخي زیاته ګټه ورته کوي، خو خاوره هم ګټه کوي، هيڅ پروا نه کوي.»

د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالنصیر هم وایي: «هو، چې یو سړی خوږ شي او په ټپ باندې خاوره تویه کړي، ګټه کوي، وینه یې ودریږي، خلک سل په سلو کې باور پرې لري چې ټپ یې جوړيږي.»

دغه راز، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی نواب د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دوی په سیمه کې خلک پر زخم خاوره اچوي که نه؟ وویل: «هو، دا خو زموږ پخوانیو خلکو دغه کار کړی دی، خاوره موږ پرې اچوو چې هغه میکروب وانه خلي، نو زموږ په کلي کې ډېر خلک دغسې کوي، بیا نور درد نه کوي.»

د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحیم وایي: «ما هم لیدلي چې ځيني کسان پر زخم باندې خاوره اچوي، څو هغه ښه شي، خلک نور بوټي هم پرې ږدي، خو خاوره هم خلک پرې اچوي، ګټه یې دا ده چې وینه یې دروي.»

د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکی خلیل‌احمد هم وایي، د دوی په سيمه کې ځیني کسان اوس هم پر ټپونو خاوره اچوي، خاوره یې وینه دروي او ټپ هم ښه کوي.

دغه راز، د کابل ولایت د کلکانو ولسوالۍ اوسېدونکی شیراغا هم وایي، دوی ډېری وخت په باغونو کې کار کوي، خو کله چې یې لاس یا پښه د کار پر مهال زخم شوې، نو پاکه خاوره یې پرې اچولې او ټپ ورسره جوړ شوی دی.

حقیقت‌موندنه:

د کابل ښار په کیور روغتون کې د داخله چارو متخصص، ډاکټر جنت‌ګل سهاک پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر ټپونو د خاورې اچول ګټه نه، بلکې «حتمي تاوان» ورته رسوي.

هغه وویل: «کېدای شي خلک به يې د دې لپاره اچوي چې وينه يې ودريږي او زخم ژر جوړ شي، يا نور مختلف دلايل به ولري، خو په دې کار سره زخم خيرن او چټلېږي، زخم میکروبي کېږي، کېدای شي داسې میکروب واخلي چي دفعتاً يا لږ وخت وروسته په هغه شخص باندې حملې راشي، بې هوښه شي، که چېرې ژر تداوي نه شي نو بيا ان د مرګ سبب یې کېږي چې دغه حالت ته ټيټانوس مرض وايي؛ کېدای شي چې زخم مزمن حالت ته لاړ شي، څو ورځې او يا څو اونۍ خراب پاتې شي او جوړ نه شي، کله چي زخم ژر جوړ نه شي، نو داغ پرېږدي چې دا هم يو د زيبايي مشکل منځته راوړي.»

هغه وویل، که چېرې ټپ میکروبي شي نو شخص حتا له کار کولو پاتې کېږي او د صحي تاوان ترڅنګ مالي تاوان هم ورته رسېږي.

سهاک وویل، که د یو چا د بدن کومه برخه زخمي کېږي او وینه ترې روانه وي، نو لومړی یې باید په پاکه تکه یا بنداژ کلک وتړي چې وینه یې ودریږي، وروسته له هغه دې ټپ په سیروم، نمکي اوبو او یا هم په پاکو اوبو ومینځي او بیا دې ډاکټر ته مراجعه وکړي.

هغه وویل، که چېرې زخم کوچنی وي نو همدا په سیرومو او یا پاکو اوبو مینځلو سره جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریټېش کولمبیا پوهنتون یوه څېړنه ښیي چې په ټپونو د خاورو اچول کولای شي د سختې وینې بهېدنې مخنیوی وکړي، ځکه چې خاوره د سلیکات په نوم د وینې بهېدنې د درېدو لپاره یوه موثره ماده لري.

سرچینه زیاتوي چې په سختو پیښو او په لیرې پرتو سیمو کې چې روغتیایی پاملرنې او د ټپ بندولو یا کلک تړلو اسانتیاوې نه وي، تعقیم شوي خاوره په بالقوه توګه د ټپونو د وژونکي وینې بهېدنې د مخنیوي لپاره کارول کیدی شي.

خو سرچینه لیکي چې څیړونکي دا خبرداری هم ورکوي چې له غیرتعقیم شوې خاورې د التهاب لوړ خطر هم شتون لري او راتلونکي پلان کې به وڅېړل شي چې ایا سلیکات کولای شي په وینه کې د هغو مکروبونو مخنیوی وکړي چې په خاوره کې شتون لري.

په کابل کې د انتاني او ساري ناروغیو ټرینر متخصص ډاکټر احسان‌الله حکیمي وایي، د کولمبیا بریټېش پوهنتون یاده څېړنه د روغتیا نړۍوال سازمان نه ده تایید کړې او دی هم نه شي کولای خلکو ته توصیه وکړي چې خاوره د ټپ یا زخم په رغېدو کې مرسته کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، په خاوره کې د سلیکات په نوم یوه ماده ده چې له سلیسیم، اکسېجن او یو ډول فلزه جوړه ده او دا معمولاً د حیواناتو د بدن په جوړښت کې رول لري، خو که په مستقیم دول خاوره پر ټپ واچول شي، نو بدن ته د انتاناتو او میکروبونو د ننوتو امکان ډېروي چې بیا ښايي انسان د تیتانوس په څېر په نورو افتونو اخته کړي.

دی زیاتوي: «د سلیکات تصیفه او تجرید سخت دی چې له خاورو څخه جلا شي، نو د دې لپاره موږ مستقیم نه شو ویلی چې دا (خاوره) دې پر زخمونو باندې و کارول شي.»

ډاکټر حکیمي وویل، خلک په کلیو او لرو پرتو سیمو کې ځکه پر ټپونو خاورې اچوي چې پر خطرونو یې نه پوهېږي او باید دغه کار ونه کړي.

پایله: یو شمېر خلک پر زخم یا ټپ خاوره اچوي او باور لري چې دغه کار د ټپ رغولو لپاره ګټه کوي، خو ډاکټران وایي، نه یوازې چې زخم نه جوړوي، بلکې میکروبي کوي یې او ان د انسان د مرګ سبب هم کېدای شي.

پرېکړه: هغه باور ناسم دی چې پر ټپونو د خاورې اچول ټپ رغوي

Views: 129

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.