ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې خامک‌کنډونکي: اقتصادي ستونزې د لاسي صنایعو بازار کمرنګه کېدو لامل شوې

هرات کې خامک‌کنډونکي: اقتصادي ستونزې د لاسي صنایعو بازار کمرنګه کېدو لامل شوې

author avatar
6 Jul 2024 - 19:42
هرات کې خامک‌کنډونکي: اقتصادي ستونزې د لاسي صنایعو بازار کمرنګه کېدو لامل شوې
author avatar
6 Jul 2024 - 19:42

هرات (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې یو شمېر خامک‌ګنډونکي او خامک پلورونکي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه خامک‌ ګنډلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.

د هرات په تاریخي او پخوانیو بازارونو کې د خامک‌ ګنډلو پخوانی هنر چې د جامو او محلي لوازمو زینت و، اوس د هېرولو او د بازار د له منځه تللو له خطر سره مخ دی، خامک‌ګڼدل یو داسې هنر دی چې د دغه ولایت ښځو ته نسل په نسل انتقال شوی او د دغه ولایت د هنري او فرهنګي هویت یوه برخه جوړوي، سره له دې اقتصادي ستونزې او ټولنیز بدلونونه د دې لامل شوي چې دغه هنر په تدریجي توګه له منځه ولاړ شي.

ډېری دوکانداران د دغه ولایت په بازارونو کې خامکي صنایعو ته د تقاضا له کمېدو شکایت لري او وايي، له ډېر وخت راهیسې یې د دې صنایعو د پلور له لارې عواید کم شوي دي.

د هرات یوه پخواني خامک‌پلورونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د څو مخکې کلونو په پرتله یې کاروبار اتیا سلنه زیانمن شوی او دغه کار پر تولیدوونکو باندې مستقیم اغېز درلودلای دی.

د هغه په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې یوازې د ده پلورنځي باندې دوه زره خامک‌ګنډونکي درلودل خو اوس یې د بازار غوښتنې ته په کتو د خامک‌ګنډونکو شمېر ۵۰۰ نفرو ته راښکته شوی دی.

بارکزی چې په خپل پلورنځي کې لاسي یخنونه، بېلابېل دستمالونه، د ناوې ټکري، د ماشومانو خامکي جامو سیټونه پلوري، د یاد محصول د پلور بازار کمرنګه کېدو یو لامل د خلکو د اقتصاد کمزوري ده.

د دغه ولایت د لیلامي واټ یو خامک پلورونکی عبدالوهاب وايي، د خامکي محصولاتو خرڅلاو کمرنګه دی او په ورځ کې له دوه درې جوړې ډېر نه پلوري او ان ځینې ورځې هیڅ پلور نه لري.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال د کار کموالي او د خامکي محصولاتو د پلور بازار نشتوالي له امله هر پلورونکي خپل ۱۰۰ تر ۲۰۰ خیاطان کم کړي دي.

هغه هم له حکومته وغوښتل چې د بازارموندنې او نندارتونونو جوړولو برخو کې د دوی ملاتړ وکړي.

هرات کې د لاسي یخنونو یو پلورونکی وايي، لاسي خامکونه طرحې او ډیزاین ته په کتو بېلابېلې بیې لري.

نوموړي زیاته کړه چې د کمپیوټري او ماشیني یخنونو شتون د لاسي یخنونو پلور اغېزمن کړی دی.

د هغه په خبره، یو ښه کمپیوټري یخن زر تر دوه زره افغانۍ خرڅېږي خو د یوه عادي لاسي یخن بیه درې زره او د یوه عالي لاسي یخن بیه تر ۱۵ زره افغانیو ده.

نوموړې زیاتوي، د خلکو بد اقتصادي وضعیت د خلکو پر پلور مستقیم اغېز کړی دی.

د هرات یوه اوسېدونکې بي‌بي‌ګل وايي، مخکې به یې په ډېری کورنیو مراسمو کې له لاسي یخنونو ګټه اخیسته خو اوس د کمزوري اقتصادي وضعیت او د کمپیوټري یخنونو ګرم بازار له امله خپلو مراسمو کې له ارزانه هغو ګټه اخلي.

بلخوا، د هرات د کسبګرو خونې مشر حاجي عبدالقدیر اکبري هم یاده ستونزه مني او وايي چې د صنعت او سوداګرۍ له ریاست سره یې ناستې کړې او غواړي دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.

سره له دې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونه په دغه ولایت کې د اصنافو په ملاتړ ټینګار کوي او وايي، یوازې په تېر هجري شمسي کال کې یې په دې برخه کې د ۲۵۰۰ کسانو ملاتړ کړی دی.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت دغه مطلب پژواک خبري اژانس ته بیان کړ، ویې ویل چې دغه ملاتړ په بېلابېل ډول و چې د ظرفیت لوړېدل، د اړینو او خامو توکو وېشل په کې شامل وو.

د هغه په خبره، د خامک‌ګنډلو برخه کې هم کافي ملاتړ شوی او په راتلونکي کې هم هڅه کېږي د حکومت له لوري له صنعتکارانو او وړو شرکتونو سره مرسته وشي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.