ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوو زېږېدلو ماشومانو وینه ولې مېکروبي کېږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟

د نوو زېږېدلو ماشومانو وینه ولې مېکروبي کېږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟

author avatar
8 Jul 2024 - 21:25
د نوو زېږېدلو ماشومانو وینه ولې مېکروبي کېږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟
author avatar
8 Jul 2024 - 21:25

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): ډاکټران وايي چې ښايي د ماشوم وینه د مېندوارۍ یا زېږون پر مهال مېکروبي شي، خو د وینې مېکروب د نورو په پرتله د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره ډېر خطرناک دی.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د دې ستونزې د مخنیوي په موخه باید مور د مېندواري پر مهال ښه تغذیه ولري او د زېږون پر مهال د اړتیا وړ توکي باید تعقیم شي څو د نو ‎د پرې کولو پر مهال مېکروب د ماشوم وجود ته دننه نه شي.

د نوي زېږېدلي ماشوم وینه څنګه مېکروبي کېږي؟

په کابل کې د اندراګاندي د ماشوم روغتیا‎ انسټیټوټ د داخله برخې مسوول ډاکټر محمدعارف حسن‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نوو زېږېدلو ماشومانو وینه په دوو حالتونو کې، یو د مېندوارۍ او بل د زېږون په وخت کې مېکروبي کېږي.

هغه د جنین وجود ته د مېکروب داخلېدو په اړه وویل چې په ځینو مواردو کې مېکروب د مور له وینې چې د وینې پر مېکروب اخته وي، جنین ته هم انتقالېږي.

هغه زیاته کړه، خو که مور سمه تغذیه ونه لري، جنین ضعیف وي نو د وینې د مېکروب په څېر پر ناروغیو اخته کېږي.

نوموړي د ماشوم بدن ته د زېږون پر مهال د وینې مېکروب دننه کېدو په اړه داسې وویل: «په افغانستان کې ځینې وخت ولادتونه په کور کې کېږي او هغه وسایل چې استفاده ترې کېږي، نه تعقیمېږي، ممکن مېکروبي وي، … کله چې د ماشوم نو پرې کوي، ممکن هغه وسایل مېکروبي وي او مېکروب د نوي زېږېدلي ماشوم بدن ته دننه شي.»

په نوو زېږېدلو ماشومانو کې د وینې مېکروب نښې څه دي

ډاکټر حسن‌زی په نوو زېږېدلو ماشومانو کې د وینې مېکروب د نښو په اړه وايي چې شدیده تبه، لړزه، ناارامي، ضعف او بې‌حالي، خسته‌ګي، ګړندی تنفس او د ماشوم په بدن کې ژېړوالی د نوي زېږېدلي ماشوم د وینې مېکروبي کېدو لومړنۍ نښې دي چې په دغه حالت کې ماشوم د مور شیدې نه شي رودلای.

لارښوونې

ډاکټر حسن‌زی وايي: «د نوي زېږېدلي ماشوم په بدن کې مېکروب د ماشومانو او لویانو په پرتله ډېر خطرناک دی؛ ځکه په دې ډله کې د بدن د معافیت سیسټم سم نه وي تشکیل شوی او تر اوسه له مېکروبونو‎ سره مقابله نه شي کولی، همدا علت دی چې باید د ماشوم د وینې مېکروب درملنه په روغتون کې وشي.»

هغه دغه راز سپارښتنه وکړه: «زېږون باید په داسې ځای کې وشي چې پاک وي، د ماشوم نو د ځانګړو او پاکو جراحي وسایلو او یا ځانګړي تار په وسیله پرې کړل شي، ماشوم چې کله پیدا شي او کور ته راوړل شي، باید ناروغ کسان ور نږدې نه‌شي، ان که مور ناروغه وي، باید د شیدو ورکولو په وخت کې ماسک واچوي او د خونې هوا باید ژر ژر بدله شي.»

هغه په داسې حال کې چې سپارښتنه کوي، نوي زېږېدلي ماشوم ته باید تر شپږو میاشتو د مور شیدې ورکړل شي او له شپږو میاشتو وروسته تر دوو کلونو د مور د شیدو ترڅنګ ‎نور کمکي خواړه هم ورکړل شي، ټینګار کوي چې ماشوم ته تر شپږو میاشتو د مور له شیدو پرته وچې شیدې ورنه‌کړل شي؛ ځکه د چوشک شیدې د مېکروب د انتقال لامل ګرځي.

نوموړي وویل چې د وینې پر مېکروب اخته نوی زېږېدلی ماشوم باید ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته ولېږدول شي؛ له دې پرته ژوند یې له خطر سره مخ کېږي.

ډاکټر حسن‌زي وویل: «که د وینې پر مېکروب د اخته ماشوم درملنه ژر ونه‌شي، امکان شته چې له منځه لاړ شي او که د مور په بطن کې د جنین وینه مېکروبي وي، ممکن مخکې له وخته پیدا شي یا مړ او یا کم وزنه نړۍ ته راشي، نو مور باید د ماشوم په وجود کې د وینې مېکروب د علایمو لېدو په صورت کې ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.»

د هغه په وینا، د وینې پر مېکروب د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یاد روغتون کې ځانګړې څانګه شتون لري.

دغه‌راز هغه له کورنیو، په ځانګړې توګه له میندو وغوښتل: «کله چې هغوی د میندوارۍ چانس پیدا کوي، باید ښه تغذیه وکړي، فکر یې ارام وي، اندېښنه ونه‌لري، د میندوارۍ د دوران واکسینونه په سمه توګه تطبیق کړي او د میندوارۍ پر مهال د ډاکټر تر مراقبت لاندې وي.»

میندې

د بامیان ولایت اوسېدونکې ۲۷ کلنه صفیه چې له خپل ناروغ ماشوم سره د اندراګاندي روغتون ته راغلې، وايي چې زوی یې د نهو ورځو دی، خو د میندوارۍ په اوومه میاشت زېږېدلی دی.

د یادې ښځې زوی د زېږون له ورځې د زېړي پر ناروغۍ اخته دی او وینه یې هم مېکروبي ده او دغه‌راز د خپلې مور شېدې یې نه‌شوای رودلای، اوس یاد روغتون کې د ډاکټرانو تر درملنې لاندې دی او د لومړۍ ورځې په پرتله ښه شوی دی.

ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکې ماجبین چې له خپل لمسي سره یاد روغتون کې بستر ده، وايي: «د لور مې غبرګولي ماشومان پیدا شوي، یو یې یې ناروغ دی، د جلد رنګ یې شین دی او د زړه ټکان هم لري، ډاکټرانو وویل چې د وینې مېکروب لري، د خدای فضل دی نن له لومړۍ ورځې ښه شوی دی.»

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.