ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي ګیله‌من وزیر برید غندلی

اشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي ګیله‌من وزیر برید غندلی

author avatar
9 Jul 2024 - 17:19
اشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي ګیله‌من وزیر برید غندلی
author avatar
9 Jul 2024 - 17:19

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو محمداشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله‌من وزیر برید غندلی دی.

د راپورونو له مخې، وړمه ورځ ماښام مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه پېژندل شوي غړي ګیله‌من وزیر د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په اېف-۱۷ سیمه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا د چړو برید  وشو چې تر اوسه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پښتون ژغونې غورځنګ د رهبرۍ درېیو غړو پژواک خبري اژانس ته وویل: «ګیلامن وزیر تراوسه بې هوښه دی، مصنوعي تنفس ورته چالان دی او حالت یې هم ډېر نازک ښودل کېږي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ګیله‌من وزیر لپاره چې په سخت ټپي حالت کې دی، له زرګونو هېوادوالو سره یو ځای له لوی رب العزت ج نه د سملاسي روغتیا هیله او دوعا کوم. د هغه د ملګرو او مینه‌والو ځوانانو هلې ځلې ستایم چې نه یوازې یې ځای پرځای د هغه د درملنې لپاره کوي، بلکې نورې لارې هم لټوي.»

هغه لیکلي چې پر ګیله‌من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی او هیله یې څرګند کړې چې ژر روغ شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم لیکلي: «پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله‌ من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډیر خواشینۍ کړم. د لوی خدای (ج) له درباره ده ته د سملاسې روغتیا استدعا کوم.»

د مشرانو جرګې پخواني غړي فضل‌الهادی مسلمیار هم لیکلي:«د پښتو ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او انقلابي شاعر ګیله من وزیر په ټپي کېدا ډېر خواشینی شوم، پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل قام د ازادۍ، حقوقو غوښتلو، ظلم، جبر او ناروا خلاف راپورته شوي سپېڅلي ځوانان دي چې داعیه یې برحقه او که خدای کول یوه ورځ به تر بریا ورسېږي.»

ګیله‌من وزیر د پښتون ژوغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نږدې ملګری او پر دې سربېره د پښتو ژبې شاعر هم دی، تل به یې په خپلو انقلابي شعرونو کې پښتانه یووالي ته رابلل او د تېرو کلونو د جګړو او ناخوالو کیسې به یې کولې.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.